امریکې د پاکستان ځينې پوځي مرستې بيا پرانستي

د سویلي اسیا دپاره د امریکا ځانګړې استازې اېلس ویلز ويلي، د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د پوځ په کچه د مرستيو پياوړي کولو او امریکايي ګټو په تړاؤ د پاکستان د پوځ د تعليم او روزنې په برخو کې بيا اجازت ورکړی دی.

اېلس ویلز په ټویټر ویلي،" د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د پاکستان د پوځ د تعليم او تربيت د پروګرام بيا په ځای کولو اجازت ورکړی چې د امریکايي ملي امنيت او شريکو ګټو دپاره د دواړو هېوادونو په پوځي کچ همکاري پياوړې شي. خو په ټوله کې به د پاکستان امنیتي مرستې ځنډېدلې وي".

واشنګټن دغه اعلان په داسې حال کې کړې چې امریکې په بغداد کې د ايران د قدس ځواک جنرل قاسم سليماني وژلی او د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپیو په دغه اړوند پرون د جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره خبرې هم کړي دي.

د دفاعي چارو کار پوهه د پوځ پخوانی بریګيډيئر سعد محمد خان وايي، د پاکستان او امریکا اړیکې چې د لوړ ژورو ښکار وې داسې اقدام کېدل د دواړو په ګټه دی.

"د پاکستان او امریکا دواړو دپاره دا کار ډېر مهم دی ځکه چې د پاکستان او امریکا سرتیري په دواړو هېوادونو کې روزنې (کورسونه) وکړي نو د يو بل په باره کې يې مثبته رایې جوړيږي".

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د کال ۲۰۱۸م د جنورۍ په مياشت کې د پاکستان پوځي مرستې ځنډولې وې.

د کال ۲۰۱۸م د جنورۍ په لمړۍ نېټه په يو ټويټ کې صدر ټرمپ ویلي ؤ" پاکستان د امريکا څخه ۳۳ اربه ډالره مرستې اخستي خو په بدل کې يې ورته دروغ ويلي او په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي".

پاکستان دغه تورونه رد کړي او ويلي يې ؤ په خپله خاوره يې ترهګر نه دي ساتلي او ټولو ترهګرو پرضد يې بې طرفه عمليات کړي.