په مردان کې د چاربیتو د ولسي شاعر استاد زرګل بابا په یاد غونډه جوړه شوې

Your browser doesn’t support HTML5

د خیبرپښتونخوا په مردان سیمه کې د پښتو ادبي او ثقافتي جرګې د شلمې پېړۍ د نومیالي ولسي شاعر استاد زرګل په یاد غونډه جوړه شوې چې پکې ګڼ شمېر شاعرانو او لیکوالو ګډون کړی دی.

زرګل استاد د چاربیتو شاعر وو، لیکوالو او شاعرانو په غونډه کې ویلي، د استاد زرګل د لمانځغونډې یو مقصد یې دا وو چې د پښتو شعر له پامه لوېدلی مشهور صنف چاربیته یو ځل بیا را ژوندی کړي.