په خېبرپښتونخوا صوبه کې د ماشومانو سره د جنسي تيريو او وژنو په پېښو کې ککړو ته په ډاګه د تېزندۍ د سزا ورکولو وړانديز شوی خو ويل شوي دغه وړانديز به سپريم کورټ ته وړل کيږي ځکه چې سپريم کورټ په ډاګه تېزندي ورکول د ائين پرضد ګرځولي دي.
د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ پارلیماني کمېټۍ په ماشومانو د جنسي تشدد او جنسي ځورونو کې ککړو ته د سزاګانو ورکولو وړاندېزونه کړي او د د ماشومانو د حقونو او ښېګړې قانوني مسودې ۲۰۲۰ منظوري يې ورکړې ده.
د شورو، چهارشنبې په ورځ د پارلیماني کمېټۍ د غونډې په اړه د قانون وزير سلطان محمد خان ويلي د ماشومانو سره د جنسي تيريو او وژنو په پېښو کې ککړو ته د "د سرعام پانسۍ (په ډاګه د تېزندۍ) ورکولو چې څو پورې خبره وه نو د ټولو تقريبا دا رايې وه چې سر عام پانسي دې په دې کې راشي او په دې تجويز کې دې شامله شي".
وي اوای ډیوه سره په خبرو کې خان وويل په دغه لړ کې "مونږ يواځې د يو قانوني قدغن سره مخامخ يو د پاکستان د سپريم کورټ په يوه فېصله کې ويل شوي چې سرعام پانسي ورکول د ائين خلاف ورزي ده، نو مونږ به په ائيني لاره ځو او سپریم کورټ ته به رجوع کوو چې په دې جرمونو کې دې سرعام سزاګانې ورکړی شي".
د کمېټۍ په غونډه کې دا وړانديز هم شوی چې د ماشومانو په جنسي تشدد کې ککړ ته دې د مرګ سزا ورکړی شي د تېزندۍ ويډيو دې خوره کړی شي او جنسي ځورؤنکي ته دې د اوووه کاله بند په ځای ۱۴ کاله بند او ۵۰ لاکه روپو جرمانې سزا ورکړی شي.
د اسمبلۍ پارلیماني کمېټۍ چې د سزاګانو وړانديزونه ورکول په دغه مهال د اسمبلۍ مخې ته د هغو ماشومانو پلارانو احتجاج کړی چې بچي یې د جنسي تيريو وروسته وژل شوي دي.
حضرت جهان چې تېره مياشت يې د نوښار په کاکاصېب علاقه کې اته کلنه ماشومه لور د جنسي تيري وروسته وژل شوې وايي، "حکومت ته خواست کوي چې دغه قاتلان په ډاګه پانسي کړي".
روانه مياشت د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې هم داسې قرارداد منظور کړی شوی چې د ماشومانو سره د جنسي تيريو او وژنو په پېښو کې ککړو ته دې په ډاګه تېرندي ورکړی شي.
د خېبرپښتونخوا پارلیماني کمېټۍ په خپلو وړانديزونو کې دا هم ويلي، چې ماشومانو سره په ناوړه عمل کې ککړو کسانو باندې به په عامو ګاډو کې په سفر بندېز وي، هغه ته به په تعليمي ادارو کې نوکري نه ورکول کيږي او د دغه تن مالومات به د ماشومانو د حقونو د کمېشن په وېب پاڼه اچولی شي.
د پارليماني کمېټۍ د منظورۍ وروسته به دا مسوده د قانون محکمه کابينې ته وړاندې کوي او کابينه به يې اسمبلۍ ته وړاندې کوي چې منظوري يې ورکړی شي.