کوټه: اوس هم اکثر خلک له کرونا وایرسه د ژغورنې لپاره احتیاط نه کوي

Your browser doesn’t support HTML5

روغتیاپوهان له کرونا وایرسه د ژغورنې یواځینی علاج احتیاط ګڼي خو په پاکستان کې اوس هم خلک پر هوټلونو او د تفریح په نورو ځایونو کې ګډې ناستې کوي. په کوټه کې مېشت څو ځوانان وایي، له دې وایرسه د ژغورنې لپاره پکار دی چې له یو بله فاصله وساتو او دا وایرس یو بل ته ور پورې نه کړو.