مردان: له کرونا د یو تن تر مړینې وروسته د هغه د کلي لارې بندې دي خو خلک له ګڼې ګوڼې ډډه نه کوي

Your browser doesn’t support HTML5

د خېبرپښتونخوا حکومت د مردان په منګا درګۍ سيمه کې د کورونا وايرس له کبله د يو تن د مړه کېدو وروسته ياده سيمه په مکمله توګه تړلې ده، چې خلکو ورباندې احتجاج کړی دی.

خو بلې خواته د حکومت له دې غوښتنې باوجود چې خلک دې له یو بله ټولنیز بېلتون وساتي، خلک غټې غونډې کوي او نن د جمعې ورځې په لمانځه کې زرګونه خلک لیدل شوي دي.