په افغانستان کې لومړنی ډاکټر له کرونا وایرس څخه مړ شو

ډاکټر حنیف الله حنیف

واشنګټن ډي سي: ډاکټر حنیف الله حنیف په افغانستان کې لومړنی ډاکټر شو چې په کرونا وایرس (کوېډ ۱۹) باندې ومړ.

ډاکټر حنیف په داسې حال کې په کرونا اخته شوی و چې په کابل کې یې د امیري په نامه د یو شخصي روغتون په عاجله خونه (آی سي یو) کې کار کاوه او د کرونا ناروغانو درملنه یې کوله.

د ډاکټر حنیف له نږدې ملګرو او همکارانو څخه ډاکټر ایمل موحد امریکا غږ ډیوې ته وویل، چې ډاکټر حنیف ته له نن څخه شپږ ورځې وړاندې د والکي (نزلې او زکام) په څېر ناروغي پیدا شوې وه چې له همدې امله ورته د روغتون لخوا رخصت ورکړل شو.

ډاکټر ایمل موحد وايي، په کور کې له درې ورځو پاتې کېدو ورسته یې ستونزه زیاته او بېرته روغتون ته راوستل شو.

دی زیاتوي، که څه هم ډاکټر حنیف کومه بله ناروغي نه درلودله خو روغتون ته د بیا ورتګ پر وخت پکې د کرونا معاینات مثبت شول او د سخت ساه لنډي له امله ورته په روغتون کې د وېنټېلېټر له لیارې مصنوعي ساه ورکول کېدله چې بلاخره د ګل یا دوشنبې په شپه ومړ.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحید مایار د ګل یا دوشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پر وخت وویل، د شلو هغو ډاکټرانو معاینات هم کېږي چې له ډاکټر حنیف الله حنیف سره یې نږدې اړیکې درلودې.

۴۵ کلن ډاکټر حنیف د افغانستان د کونړ ولایت د پیچ درې ولسوالی د خلقلام کلي اصلي اوسېدونکی و او د ننګرهار له طب پوهنځي څخه تر فراغت وروسته یې د خیبر پښتونخوا د دیر په چکدرې کې د کډوالی ژوند کاوه.

د ډاکټر حنیف بل ملګري او ټولګیوال ډاکټر بشیر احمد طارق امریکا غږ ډیوې ته وویل، ډاکټر حنیف هېواد ته تر بېرته راستنېدو وروسته په کابل کې په په کیور انټرنیشنل روغتون کې د فمیلي میډېسن په برخه کې خپل تخصص واخیست او تر هغې راوروسته یې په کابل کې په بېلابېلو روغتونونو کې کار کاوه.

ډاکټر طارق وايي، چې خدای بخښلی حنیف یو زړه سواند، نیک او د خورا غوره اخلاقو خاوند وو.

ډاکټر طارق وايي، له ډاکټر حنیف څخه څلور ځامن او دوه لوڼې پاتې شوي چې اوس یې پالنه بوډا پلار ته پاتې شوه.

د ډاکټر حنیف الله حنیف د جنازې مراسم

د افغان چارواکو په وینا په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۶۷ ته رسېدلی چې تر اوسه یې اوه کسان مړه شوي دي.

له ایران څخه په لکونو افغانان له معاینانو پرته افغانستان ته ستنېږي:

اسوسیټېډ پریس خبری اداره راپور ورکوي چې د کرونا وایرس د خپرو له امله له ایران څخه افغانستان ته د لږ تر لږه دوه لکه افغانانو د ستنېدو بهیر په دې وروستیو اونیو کې پیل شوی دی.

راپور زیاتوي، افغانان له ایران څخه چې په نړی کې په کرونا د اخته لویو مرکزونو څخه ګڼل کېږي د وتلو او افغانستان ته د ستنېدو په حال کې دي چې دغه هېواد ورسره مبارزې ته کافي تیاری نه لري.

اي پي خبري رسنئ وايي، راستنه شوي افغانان د کرونا وایرس لپاره نه معاینه کېږي او کېدای شي په افغانستان کې په پراخه کچه دغه وایرس خپور شي چې کنټرول یې ددغه هېواد د روغتیايي سیستم له توان څخه وتلی دی.

افغان چارواکي وايي، دوی ویریږي چې ایران به شاخوا یو میلیون افغانان اړ کړي چې له ایران څخه ووځي.‌

د کډوالو نړیواله اداره آی او ام وايي، کابو یو نیم لک افغانان په مارچ کې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په جان هاپکنز کې د کرونا وایرس مرکز وايي، په ایران کې تر ۵۸۰۰۰ زیات خلک په کرونا اخته دي.