ثناء اعجاز آنلاین غونډې ته: د لر و بر جرګې او افغان ژغورنې غورځنګ ته اړتیا لرو

واشنګټن ــــ د پښتون جرګې امریکا او کېنېډا پښتون کونسل له خوا یوه آنلاین نړیواله احتجاجي غونډه وشوه. دا غونډه په افغانستان کې د وروستیو بریدونو او د ایران له خوا د 47 افغانانو د وژلو د ادعاوو پر ضد وشوه.


په دې غونډه کې د افغانستان او پښتونخوا په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هیوادونو څخه پښتنو ګډون لرلو. رسول محمد د پښتون کونسل امریکا مشر په افغانستان کې وروستۍ پېښې په سختو ټکو وغندلې او دغې غونډې ته یې وویل:

"مونږ ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د څار ادارې او پر نورو نړیوالو ټولنو غږ کوو چې افغان وژنه دې بنده کړي".

د افغانستان نومیالي تاریخپوه لیکوال او څېړونکي استاد حبیب الله رفیع هم په دې انلاین غونډه کې ګډون درلود. ښاغلي رفیع وویل، چې له تېرو دوو سوو کالو را په دې خوا پښتانه وژل کیږي:

"له دې وړاندې پښتنو په ایران او هندوستان کې واکمني درلوده خو له کومه وخته چې انګریز راغلی، پښتانه یې په خپل کور دننه وژلي، ځپلي او مشکلاتو سره مخ کړي. زه باور لرم چې اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ- چې د ځوانانو غورځنګ دی- له نوې او پخې ارادې سره راغلی، د پښتنو د وژنو پوښتنه به کېږي او دا به ودروي".

څېړونکی ډاکټر شېرمحمد میوند له برتانیې په افغانستان کې روانې جګړې د ختمېدلو او د حل لارو په هکله وغږید. هغه وویل افغان وژنه د 21مې پيړۍ د نړۍ په کچه تر ټولو لوی جینوسایډ یا ټولوژنه ده چې لا روانه ده. ښاغلي میوند زیاته کړه:

"افغانان باید د خپلې ټولوژنې په ماهیت [څرنګوالي] سر خلاص کړي او د دې ټولوژنې په هکله د بشري حقونو د ادارو څخه وپوښتي چې د دوی په شتون کې دا څنګه وشو او د دې په مخنیوي کې د دوی رول څه وو؟".

آنلاین غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي فعال ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ هم وینا وکړه. وړانګې لوڼۍ وویل:

"دا یواځې د افغان حکومت یا د افغان سرتېرو کار نه دی دا د ولس کار دی. په کار دی چې ولس را ولاړ شي لکه د افغانستان په خوست ولایت کې چې مظاهرې وشوې. احتجاجونه وکړي، سړکونو ته راووځي او نړۍ خبره کړي چې له دوی سره څه ظلم روان دی".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښې ثناء اعجاز هم آنلاین غونډې ته وینا وکړه او ویې ویل: "د حل لارې لپاره تر ټولو مهمه د لر او بر قامي جرګې غوښتنه ده چې مشران راغونډ شي‌ او د راتلونکي په هکله فیصله وکړي. په کار دی چې په بر وطن کې مونږ د افغان ژغورنې غورځنګ ولرو".

د افغانستان د ولسي جرګې غړې شګوفې نورزۍ وویل، دوی ښځینه هم غواړي چې د دغه ظلم په وړاندې خپل غږ پورته کړي چې بیا کومه ښځه کونډه نه شي، بیا کومه مور بوره نه شي او نه هم کومه خور وراره شي:

"په افغانستان کې یو قوم هم دومره قرباني نه ده ورکړې لکه پښتنو. د ایران اخوندي نظام ډېر په بې رحمانه ډول افغانان سیند ته ور لاهو کړل. ایران هم د افغانستان په جنګ کې لاس لري او د پاکستان ریاست په خپل وار لاسوهنه کوي".

دا غونډه له هغه وروسته کیږي چې تېره اوونۍ د کابل پر یو روغتون په برید کې د نویو زېږېدلیو ماشومانو په ګډون میندې هم ووژل شوې دي او بله مرګونې حمله په ننګرهار ولایت کې د جنازې پر مراسمو وشوه چې 24 تنه په کې ووژل شول.

طالبانو په دغو پيښو کې لاس لرل رد کړي خو د افغانستان د ملي امنیت شورا طالبان له داعش سره په همکارۍ تورنوي او وايي طالبانو د داعش له بریدونو سره مرسته کړې او منظمې اړیکې ورسره لري.