سپریم کورټ د قاضي فایز عیسی په ضد د جایدادونو لرلو مقدمه غیرقانوني وبلله

واشنګټن ـــــ د پاکستان سپریم کورټ د صدارتي ریفرنس په ضد د جسټس قاضي فایز عیسی درخواست منظور کړ او د ده په ضد له هېواده بهر د جایدادونو لرلو په تور د درج شوې مقدمې وروستۍ پرېکړه یې واوروله او هغه یې غیرقانوني وګڼله.

سپریم کورټ د صدارتي ریفرنس په ضد د قاضي فایز عیسی پر درخواست تر 46 اورېدنو وروسته خپله پرېکړه واوروله. د پاکستان د سپریم کورټ د وکیلانو اتحادیې دا د عدلیې د ازادۍ کامیابي بللې ده.

د عدالت لس کسیز بینچ د صدارتي ریفرنس په اړه پر ټولو درخواستونو تر بحث او د قاضي فایز عیسی د وکیل تر دلایلو بشپړېدو وروسته د جمعې په ورځ خپله فیصله محفوظه کړې وه خو ماځیګر یې دغه فیصله واوروله.

پر قاضي فایز عیسی تور لګېدلی وو چې ښځه یې له هېواده بهر جایدادونه لري خو د هغه دریځ وو چې دغه جایدادونه په ده پورې هیڅ اړه نه لري. د قاضي عیسی وکیل منیر اې ملک هم د جمعې په ورځ عدالت ته وویل، چې مؤکل یې کله د خپلې مېرمنې جایدادونه ځان ته نه دي منسوب کړي.

د قاضي عیسی مېرمنې له عدالت سره د خپلې کرنیزې مځکې کاغذونه او پاسپورټ هم جمع کړل.

د سپریم کورټ د لس کسیز بېنچ اوو قاضیانو امر وکړ‌، چې د قاضي فایز عیسی او د هغه د مېرمنې د ټیکسونو معامله دې د مالیې مرکزي ادارې ته ولېږل شي او په دوو میاشتو کې دې یې پلټنې بشپړې شي، خو درو قاضیانو منصور علي شاه، جسټس مقبول باقر او جسټس یحیی اپریدي ایف بي آر ته د معاملې د لېږلو مخالفت وکړ.

د سپریم کورټ په پرېکړه کې ویل شوي چې د ایف بي آر چارواکي به تر پلټنو وروسته خپل رپوټ د اعلی عدالت له رجسټرار سره جمع کوي او هغه به ټول تفصیل سپریم جوډیشل کونسل یا عدالتي شورا ته سپاري.

سپریم جوډیشل کونسل به د مالیې د مرکزي ادارې د پلټنو ارزونه کوي او بیا به دا پرېکړه کوي چې د قاضي فایز عیسی په ضد قانوني ګامونه واخلي که نه.

تر اورېدنې وړاندې د مرکزي حکومت وکیل فروغ نسیم د قاضي عیسی د مېرمنې په اړه د مالیې د مرکزي ادارې (ایف بي آر) دستاوېز په بنده لفافه کې په عدالت کې جمع کړ، په جواب کې یې د عدالتي بېنچ مشر ورته وویل چې قاضي اوس د لفافې ارزونه نه کوي او نه هم په دې اړه کوم امر کوي ځکه چې وایي د قاضي فایز عیسی مېرمنې ټول ثبوتونه عدالت ته وړاندې کړي دي.

تېر کال د پاکستان د صدر عارف علوي له لوري سپریم جوډیشل کونسل ته د سپریم کورټ د جج قاضي فایز عیسی په ضد لېږل شوي ریفرنس کې تور لګول شوی وو چې نوموړی جج د هېواد نه بهر اثاثې لري خو دغه اثاثې یې له حکومته پټې ساتلې دي.

قاضي فایز عیسی پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي وو او سپینه کړې یې وه چې له هېواده بهر د هغه کومې پنګې دي هغه یې د ښځې او بچیو دي چې وایي هغوی د ده له کفالته بهر دي.