مسکا صافۍ دېوې میاشتې وه چې پېښور ته کډواله شوه،خو اوس په کوم مقام ده؟

مسکا صافۍ هم د لغمان ولايت نه سره د خپلې کورنۍ پېښور ته په کډه شوه. هر څو که په کډوالۍ کې د هغې کورنۍ مالي ستونزې لرلې خو ولې هغې خپلې زده کړې په پاکستان کې دومداره وساتلې.

د مسکا صافۍ عمر ایله يو مياشت ؤ چې د هغې په پلارګني وطن افغانستان کې د طالبانو جنګ پېل شو.

د راپېښ جنګ له کبله د مسکا صافۍ د کورنۍ په څېر يو شمېر کورنۍ دخپل وطن څخه بې کوره شوې او د افغانستان خوا او شا هېوادونو کې کډوال شول.

مسکا صافۍ هم د لغمان ولايت نه سره د خپلې کورنۍ پېښور ته په کډه شوه. هر څو که په کډوالۍ کې د هغې کورنۍ مالي ستونزې لرلې خو ولې هغې خپلې زده کړې په پاکستان کې دومداره وساتلې.

د پېښور پوهنتون نه يې په ژورنلزم کې ماسټري وکړه او اوس يو مقامي ټيلي وژن سره کار کوي.

هغه وائي زه د دواړه ګاونډي هېوادونو تر مينځه د يو پل کردار لوبول غواړم او غواړم چې د ځان په څېر د نورو افغان کډوالو غږ جوړه شم او د دوئ د برياليتوبونو قيصې مخې ته راوړم.

"مونږه د يو جنګ ځپلي هېواد نه را په کډه شوي وو،خپل هر څه مو وروستو پرېښودي او خالي لاس راغلي وؤ. ډېرې ستونزې مو درلودې، زه وړه ومه، ماته ياد نه شي خو کورنۍ مې قيصه کوي چې د مشکلاتو سره مخ وؤ"

هغه وائي چې کله یې دولسم ټولګی وویلو کړو ما غوښتل یې چې د پاکستان يو کالج کې داخله واخلي، خو د هغې طریقه دومره اوږده او پيچلې وه چې دهغې پکې دوه کاله ضائع شول، د کالج وروسته یې بياد پېښور پوهنتون په ژورنلزم څانګه کې داخله واخسته.

هغه وائي ډېره په وياړ دا خبره کوي چې د پوهنتون په وخت کښې دهغې پاکستاني ملګرو، ټولګيوالو او استاذانو دهغې ډېره مرسته کړې ده.

"پاکستان او افغانستان دوه ګاونډي مسلمان هېوادونه دي خو ددې باوجود هم د دوئ تر مېنځ نفرتونه دي، زه غواړم چې پخپل محنت او خپل کار دا نفرتونه ختم کړم. پکار ده چې ځوان افغانان او ځوان پاکستانيان مخې ته راشي او د دواړو هېوادونو تر مينځه چې کوم تاو تريخوالی دی هغه ختم کړي."

هغه وائي زه که د يو کډوال په توګه دلته استوګنه يم نو دا ډېره ښکاره خبره ده چې ډېره په عزت او سهولت سره دلته اوسېږم او زه دا یقين لرم چې په نورو هېوادونو کې افغانان دومره ازاد نه دي څومره چې په پاکستان کې دي، خپل ژوند، خپل کاروبار او خپل کور لري او دا زمونږ د پاره ډېره غټه خبره ده.

"کلونه وشول چې افغانستان کې جنګ روان دی او دا جنګ ورځ تر بلې زياتيږي او کميږي نه خو د دې باوجود افغانانو خپلې حوصلې نه دي بائللي. د نړۍ په هر ګوټ کې چې وسيږي نو خپله هڅه او خپل محنت کوي چې خپل ځان له يو نوم جوړ کړي او د خپل هېواد افغانستان نوم ژوندی وساتي"

مسکا صافۍ وایي "زه ډېره وياړم چې افغانه يم ولې چې د يو داسې هېواد سره تعلق ساتم چې پکې جنګ روان دی او زه په يو بل هېواد کې په بریالیتوب وسېږم"

هغه وائي داسې هم نه ده چې ټولو افغان کډوالو ته ستونزې نشته، زه به خوش قسمته يمه چې ماته دومره ستونزې نشته. داسې افغانان شته چې هغوي ستونزې لري.

"پکار ده چې کوم افغانان دلته استوګن دي هغوي کارډونه ځان سره ولري. خو د کارډ لرلو باوجود هم ډېر افغانان د ستونزو سره مخ دي"

هغه وائي چې اوس خو د کرونا وایرس له عمله بنديزونه دي خو افغان کډوال په پوله د اوښتو، را اوښتو او پاسپورټ هم يوه لويه ستونزه لري پکار ده چې دا ستونزه هم هواره شي ولې چې د تعليم، مړي ژوندي او بيمارۍ په صورت کې دا يو ډېر لوېې مشکل وي.

"په راتلونکو وختونو کې به زما دا هڅه وي چې د خپل کار د لارې د دواړو هېوادونو د خلکو د برياليتوبونو داسې قيصې چې د خلکو د نظر نه پټې دي هغه نړۍ ته وښايمه، زه خپله هم دنړۍ د پاره يو مثال يمه، افغان کډواله يم، پاکستان کې عزت سره وسېږم، خپلې زده کړې مې وکړې"

هغه وائي زه خپلې زده کړې نورې هم مخ په وړاندې بوتلل غواړم او زما چې کوم منزل ؤ هغه مې څه نا څه تر لاسه کړی دی او مخکې به مې هم دا هڅه وي چې خپل مرام تر لاسه کړم