ماشومه کډواله شګفته په مزدورۍ د روڼو،خویندو پالنه کوي،خو غواړي ډاکټره جوړه شي

شګفته افغان کډواله ده، د پېښور په خراسان کېمپ کې اوسيږي، د پينځوؤ ماشومانو ورونو خوېندو پالنه کوي اؤ د پلار سره د مرستې لپاره د کېمپ دننه خوراکي شيان خرڅوي.

شګفته وايي مزدورۍ او د کور دکارونو ترڅنګ په مکتب کې زده کړې هم کوي او غواړي چې ډاکټره يا استاذه جوړه شي

" زه مدرسې نه راشم اوبه راوړم،بيا سکول ته لاړه شم، غواړم چې استاذه او يا ډاکټره جوړه شم، دا خوارکي شيان خرڅ کړم، دېرش يا څلوېښت روپۍ وګټم او کور سودا پرې راوړم، پلار مې د کباړ کار کوي او څلور يا پينځه سوه روپۍ ګټي "

دملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې يو اېن اېچ سي ار د کال ۲۰۱۷ دشمېرو ترمخه په پاکستان کې په ۱۴ لکو رجسټرډ افغان کډوالو کې ۴۸ فيصدي ماشومان دي چې عمرونه يي د اتلسو کالو نه کم دي،

په دې کې دپينځوؤ لکو ماشومانو عمرونه مکتب ته دتللو دي خو یوازې ۲۲ فيصده ماشومان د يو اېن اېچ سي ار جوړو مکتبونو ته ځي.

پېښور کې د افغان کډوالو د کیمپ یو منظر

و اېن اېچ سي ار وایي پاکستاني سکولونو کې داخل کډوال د دې نه علاوه دي.

ديو اېن ايچ سي ار ترمخه پاکستان کې په ۵۴ د کډوالو کلیو کې زياتره سکولونه تر پرائيمرۍ دي.

بهير خان د شمار په هغو څو ځوانانو کې یو دی چې د دولسم ټولګي د زده کړو د پاره لويو ښارونو ته لاړ شي خو دولسم ټولګي نه وروسته يي د زده کړو لړۍ قطع کړې او په کلیو کې د کباړ راټولو مزدوري کوي

" دلته مې دولسم جماعت پورې زده کړي کړي دي، مخکې زدکړو د پاره پوهنتون کې داخله نه ميلاويږي، سکالرشپ د پاره د افغانستان پاسپورټ پکاروي، هغه مونږ سره نشته، غوښتل مې چې ډاکټر جوړ شم خو اوس د کباړ راټولو کار کوم"

په کډوالو کې غربت او دتعليم نشتوالي د دوئ مورو پلار اندېښمن کړي دي اؤ په پېښور کې د خراسان کېمپ مشر حضرت حسېن وايي که ځوانان يي داسې بې تعليمه هيواد ته بيرته ستانه شي نو ژوند به يي ترې ډېر اغيزمن وي.

وي او ای ډيوه ته هغه وویل ” دلته په کېمپ کې د شپږم نه مخکې د زده کړو موقعې نشته، د وړاندې تعليم د پاره ښاريو ته د تلو مالي توان نه لرو، تعليم نه دمحرومۍ له وجې دخپلو بچو دمستقبل په اړه انديښمن يو"

په پاکستان کې افغان کډوال د تېرو څلورو لسيزو راهسې د بې کورۍ ژوند تيروي، موجوده کډوالو کې تر نيمائي زيات په پاکستان کې زیږیدلي دي۔ خو کډوال وايي غربت او د تعليم نشتوالي له امله د تعليم په مېدان کې روستو پاتې دي.