ادبي څېړونکي: په پاکستان کې ټول قامونه په يو قامي کلتور او ثقافت کې رانغاړل ګرانه ده

Abasin Yusufzai

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په ليکوالانو غږ کړی چې قامي ادب او کلتور نوي نسل ته وښايي چې داسې په نوي کهول کې د قامي کلتور پرمختګ او پاکستانيت لا پياوړی شي خو په ادبي څېړونکي او ماهرين وايي دلته بېلا بېل قامونه ژوند کوي. دلته د يو قام کلتور او ثقافت د بل نه بدل دی او دا به ګرانه وي چې ټول قامونه په يو قامي کلتور او ثقافت کې را ونغاړل شي.

د سند صوبې ليکوال، څېړنکار او خبريال جامي چانډيو وايي په پاکستان کې په ملکي کچه د بېلا بېلو قامونو خلک ژوند کوي، د دوی د ژوند د تېرولو طريقې د يو بل نه بدلې دي.

"زه ګڼم چې دا سوچ سم نه دی ځکه چې پاکستان د بېلا بېلو کلتورونو مجموعه ده او هر کلتور ته يو رنګ ارزښت ترلاسه دی. هم دا د پاکستان ښکلا ده خو دا يې پياوړتيا هم پکار ده. تر څو چې د پاکستانيت خبره کېږي، دا يووالی نه دی، دلته ګڼ شمېر ژبې ويل کېږي او د هر چا پېژندګلو د يو بل نه بدله ده. شاعري، نڅا، موسيقي او ژوند ژواک يې د يو بل نه بدل دی. دا يووالی به هله ممکن وي چې کله ټولو رواياتو او کلتورونو ته د برابرۍ په نظر وکتل شي."

د خېبرپښتونخوا نوموړی ليکوال، شاعر او استاذ اباسين يوسفزی وايي نوی کهول د تاريخ او ادب نه خبر نه دی ځکه چې په نصاب کې ورته پردی تاريخ، پردی کلتور او پردی ادب ښودل کېږي.

نوموړی وايي، "د نوي کهول د خبرولو يواځينۍ لار نصاب او ميډيا ده. تر څو چې په نصاب کې خپل اتلان شامل نه وي د ځوان کهول خبرول ممکن نه دي.زمونږ بچی محمد بن قاسم، صلاح الدين ايوبي، شېکسپيئر او داسې نور پردي اتلان پېژني خو خپل ملک احمد ،شېخ ملي، ګجوخان، باکو خان، اېمل خان،درياخان ،باچاخان او فقيرايپي په رنګ خپل اتلان نه پېژني."

د بلوچستان مترقي ليکوال او شاعر فضل اشنا وايي په ملکي کچه پښتون او بلوچ ادب ته هغه ارزښت نه ورکول کېږي نو دا به څنګه ممکنه وي چې پاکستاني ادب ته پرمختيا ترلاسه شي. بايد هر کلتور، هر تاريخ او هر ادب ته په يوه سترګه وکتل شي.

نوموړی وايي کوم ادب ته چې دوي قامي ادب وايي پښتانه ليکوالان، شاعران او څېړونکي سل په سله د دوی سره متفق نه دي. په بلوچستان، خېبرپښتونخوا او وزيرستان کې اوس هم داسې ټولنې شته چې ورته رجسټرېشن نه ورکول کېږي. نو چې رويه داسې وي او د يو ليکوال په حېث په سرکاري توګه څوک منل کېږي نه، نو څنګه به ورسره په يو قامي ادب کې تګ وشي.

د پنجاب سره تعلق لرونکی ډاکټر نيئر وايي په حکومتي کچه که کوم داسې پلان وي نو بايد ټول قامي ادبونه او کلتورونه د دې برخه وګرځول شي چې داسې نوی کهول د پاکستان د منفي رواياتو او منفي طريقو نه لرې وساتل شي.

په دې ورستيو کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د ترکي د رواياتو په بنسټ جوړه ډرامه ارطغرل په ټول هېواد کې په سرکاري ټي وي د ښودلو غږ کړی ؤ خو د ټولنيزو رسنيو له لارې په غبرګون کې د دې فېصلې غندنه هم شوې وه.

په پاکستان کې د وړو صوبو ليکوالان، شاعران او څېړنکاران دا ګيله هم لري چې په ملکي کچه د قامي ژبو زده کړې ته هم پام نه کېږي.