د جسټس فايزعيسی ښځه وايي، "مېړه ته مې د مرګ ګواښونه کيږي"

د پاکستان د سپريم کورټ د جج جسټس فايز عيسی ښځې د اسلام اباد پوليسو ته ويلي مېړه ته يې د مرګ ګواښونه کیږی پوليس دې دغه تن ونيسي او پرضد دې مقدمه درج کړي.

د جسټس فايز عيسی ښځې سرينا عيسی پوليسو ته ويلي يوه ويډيو ورسره ده چې پکې يو تن وايي چې د هغې مېړه دې د خلکو په وړاندې ووژل شي.

سرينا د دغه تن د خلې خبره په خواست کې ليکلې "چې هر څوک چې په غبن کې ککړ وي که فايز عیسی وي، نېغ دې د وژونکي ډلې په وړاندې ودرول شي، دغه شان خلک دې د ټول ښار په وړاندې پانسي کړی شي".

سرينا ويلي دغه تن چې د هغې مېړه وژل غواړي د انټرنېټ نه يې مالوم کړی اغا افتخارالدين نوميږي خو پخلی يې نه شي کولی چې د دغه تن هم دا اصلي نوم دی.

هغې ويلي "څنګه چې تاسو ته مالومه ده ډېر زورور خلک زما د مېړه نه خوشحاله نه دي ځکه هغه دغه ويډیو د مرګ ګواښ ګڼي او دا هغه څه دي چې دوی ترې تېريږي".

هغې دا هم ويلي "عبدالوحيد ډوګر يې مېړه پرضد شکايت کړی خاوند يې بيا د ډوګر پوښتنه کړې خو حکومت ورته د دغه تن په اړه څه نه دي ويلي".

سرينا ويلي "ډوګر د په وزيراعظم سيکرټريټ کې د کار کوونکي مرزا شهزاد اکبر سره لیدلي ځکه د هغه نه دې د دغه تن په اړه پوښتنه شوي او د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) د مشر نه دې هم تپوس وشي هغه به يې هم پېژني".

د جسټس فايز عيسی ښځې ويلي "کومو خلکو چې په ژورنالسټ احمد نوراني حمله او تشدد کړی هغه شک کوي چې دغه کسان د هغې د مېړه ختمولو خواهش لري".

سرينا عيسی چې دغه خواست يې په 24م جون ليکلی ويلي يې دي "پلار مې ناروغه دی او زه په لومړۍ ورځ د کوره بهر ونه وتلم او نه غواړم چې خاوند د لاسه ورکړم".

هغې ويلي "د سپريم کورټ جج ته دغه ډول د مرګ ګواښ سخته ترهګري ده، ډېر زورور خلک غواړي چې زما په مېړه بريد وکړي او دا ستاسو (پوليس) ډیوټي ده چې دغه تن مالوم کړئ او ونيسئ يې".

هغې د مقدمې درج کولو خواست کړی دی.

سرينا عيسی چې د کومې ويډيو يادګېرنه کړې دغه ويډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې په ويډيو کې دغه تن د پخواني صدر اصف علي زرداري او پخواني وزيراعظم نوازشریف نومونه هم اخيستي او هغوته یې بهرملکي ايجنټان ويلي دي.

تېر کال د پاکستان د صدر عارف علوي سپریم جوډیشل کونسل ته د فایز عیسی په ضد لېږل شوې دوسیه کې تور لګولی ؤ چې نوموړی جج د هېواد نه بهر اثاثې لري خو دغه اثاثې یې له حکومته پټې ساتلې دي.

فايز عیسی د دغه دوسیې په ضد سترې محکمې ته عریضه کړې وه او دریځ یې خپل کړی ؤ چې له هېواده بهر د هغه کومې پنګې دي هغه یې د ښځې او بچیو دي چې وایي هغوی د ده له کفالته بهر دي.

سترې محکمې د تېرې جمعې په ورځ د قاضي فائز عیسی په عریضه خپله پرېکړه اورولې او سپریم جوډیشل کونسل ته د صدر له لوري لیږل شوې دوسیه یې ناچله ګرځولې وه.