دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دسوداګرۍ دوه مهمې لارې پرانستل شوې

دافغانستان اؤ پاکستان دتجارت دوه مهمې لارې انګور اډه او ډنډپټان چې دکرونا وایرس له امله تړل شوي وې، بېرته د دوه اړخیزې سوداګرۍ پرمخ پرانستل شوې.

دافغانستان اؤ پاکستان دتجارت دوه مهمې لارې انګور اډه او ډنډپټان چې دکرونا وایرس له امله تړل شوي وې، بېرته د دوه اړخیزې سوداګرۍ پرمخ پرانستل شوې.

د پکتیکا والي مجیب الرحمن څمکني له وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وویل، د انګور آډې لاره تېره ورځ پرانستل شوې ، خو د پخوا په پرتله د خلکو او موټرو تګ راتګ هومره زیات نه دی .

ښاغلي څمکني زیاته کړه "زموږ له خوا څخه تر پنځوؤ موټرو پورې ددې لارې کوزې پښتونخوا ته اوښتي ، خو د پاکستان له لوري تر اوسه تجارتي توکي په دې لاره افغانستان ته نه دي راغلي"

ښاغلی څمکنی دا هم وايي چې ولسونه ددغه کار څخه زیات خوشاله دي او د نرخونو په کڼټرول او د جنوب په اقتصاد باندې ښه اغېزه لرلی شي .

د پکتيا د سوداګرۍ د خونو رئيس عبدالنصير عالميار هم امريکاغږ سره په خبرو کې وويل چې پر ډيورنډ کرښې د ډڼډ پټان لاره پرانستل شوې ، چې تر دې مهاله د کوزې پښتونخوا څخه پینځه لارۍ وریژې را واردې شوي دي .

د پکتیا او پکتیکا تجاران هم ددغه لارو د پرانستل کیدو څخه خوشاله دي ، او وايي چې په دې سره به د دوی کاروبار ښه او خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي .

د اقتصادي چارو کارپوهان هم له پاکستان سره د سوداګریزو توکو پرمخ د لارو پرانستل د دواړو هیوادونو د اقتصادي بقا او خپلو تولیداتو ته د بازار موندنې لپاره ګټور اقدام بولي .

د اقتصادي چارو شنونکی نواب امیرزی وايي ، چې افغانستان ددې لارو په خلاصون سره دسیمې هیوادونو سره تجارت ته لار پیدا کوي .

ښاغلي امیرزي امریکا غږ ته زیاته کړه"دغه ټولې لارې د هیواد د اقتصاد لپاره ښې تمامیږي ،د خلکو په دسترخوان کې تغیر راځي او دلته خلک په کار باندې اخته کیږي او د خپلو تولیداتو د ډیرولو سبب کیږي"

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره میاشت د هیواد له والیانو سره په یو ویدیو کنفرانس کې اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه ، چې له پاکستان سره د مهمو اقتصادي لارو د خلاصون لپاره لاس په کار شي ، چې له مخې یې ځينې مهمې لارې پرانستل شوې.

له دې جملې د تورخم او غلام خان بندرونه چې شاوخوا درې مياشتې مخکې د کرونا ويروس د خپرېدو له وېرې تړل شوي وو،چې نزدې درې اوونۍ مخکې په دوه اړخيزه توګه د بار وړونکو موټرو پر مخ پرانستل شول،

خو په پرتله یې بیا دچمن اؤ‌ سپین بولدک تجارتي لاره د تجارت اؤ دخلکو دتګ راتګ دپاره فعاله نه ده.

د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي د معلوماتو له مخې چې دوی کاملا د لارې خلاصون ته اماده دي ،خو پاکستاني چارواکي ددې لارې تړل کیده او نه خلاصول د خلکو مظاهرې په ګوته کوي .

احمدي امریکا غږ ته ویلي ، چې پاکستاني چارواکو د دوی کمیسیارۍ ته ویلي ، چې په چمن کې چې د دوی اړوند سیمه ده ،خلکو مظاهرې کړي ،چې له امله یې دوئ نشي کولی د مظاهرو په ترڅ کې یاده لاره پرانیزي .