افغانستان او پاکستان وړومبي ځل لپاره د کرکټ 50 اوریز سیریز ترسره کوي

د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وایي یادې لوبې دfuture tour program دپلان مطابق د 2021 کال په سپټمبر کې ترسره کیږي.

او دا وړومبی ځل دی چې افغانستان د پاکستان سره په رسمي ډول 50 اوریز سیریز تر سره کوي.

د افغانستان د کریکټ بورډ د معلوماتو په اساس د FTP پلان د کرکټ دټولو لوبډلو لپاره تر 2023 کال پورې جوړ شوی دی چې په دې موده کې به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سریلنکا، بنګلادیش او نورو هیوادونو د کرکټ ملي لوبډلو سره لوبې وکړي

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک رسنیو ته ویلي د افغانستان او پاکستان تر منځ 50 اوریز سیریز په 2021 کال کې تر سره کيږي.

ښاغلی هوتک زیاتوي " د future tour program د ټولو لوبډلو لپاره مهال وېش جوړ کړی چې تر 2023 کال پورې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سریلانکا، بنګلادېش او نورو لوبډلو سره لوبې کوي .

همدا شان د افغانستان او پاکستان تر منځ 50 اوریز سیریز به د 2021 کال په سپټمبر میاشت کې تر سره شي "

هوتک دا ونه ویل چې دغه لوبې به د کوم هیواد په کوربتوب او چیرته تر سره شي،

خو د کرکټ مبصرین وایي دغه لوبې د ایي سي سي په چوکاټ کې تر سره کیږي او د FTP د پلان یوه برخه ده کوم چې په 2018 کال کې د افغانستان کرکټ بورډ ته ورکړل شوي دي او د دې لوبو کوربه توب هم افغانستان کوي.

د کرکټ مبصر اکبر علي سمون وایي چې دغه لوبې د کرکټ بورډ د اړیکو پر بنیاد نه بلکې هر کال د ایي سي سي لخوا د FTP د پلان له مخې برابریږي او هر هیواد ته پکې برخه ورکول کیږي،

خو هغه د دغه سیریز د تر سره کیدو په اړه اندیښنه هم لري اؤ وایي" دغه لوبې د افغانستان په کوربتوب تر سره کیږي او د افغانستان کورنی لوبغالی په هند کې دی د پاکستان او هندوستان تر منځ اړیکې ښې نه دي ممکن دغه لوبې د ځنډ او خنډ سره مخ شي"

د کرکټ د برخې یو بل مبصر شرافت مندوزی هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د 2021 کال د لوبو د تر سره کیدو په اړه دهندوستان او پاکستان د خپل منځي خرابو اړیکو له امله اندیښمن دی هغه وایي چې د فغانستان کورنی لوبغالی په هند کې دی او د پاکستانۍ لوبډلې تګ به هلته ناشونی وي

ښاغلی مندوزی د دغو لوبو د تر سره کیدو پر ګټو ډیوه ته وویل" که دغه لوبې تر سره کیږي او افغانستان پکې بریا ته رسیږي نو افغانستان به خپل پواینټونه پورته کوي او د 50 اوریزو لوبو د درجه بندۍ په لیستونو کې مخکي والی پیدا کوي "

د دوی په خبره که پاکستانۍ لوبډله هند ته له تګه انکار وکړي افغانستان یو بل افشن هم لري تر څو یاد سیریز په عربي متحده اماراتو کې تر سره کړي.

له دې وړاندې د پاکستان اردو پواینټ ویب پاڼې راپور خپور کړی ؤ چې د پاکستان کرکټ بورډ له خوا د 2021 کال لپاره د لوبو نوملړ کې د افغانستان سره درې 50 اوریزې لوبې هم شاملې دي.

د وېبپاڼې د راپور له مخې افغانستان دغه درې لوبې په خپل کوربتوب له پاکستان سره د راتلونکي 2021 کال په سپټمبر میاشت کې ترسره کوي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ له 2017 کال وړاندې د درېوؤ شل اوریزو لوبو خبره شوي وه خو کله چې په 2017 کال کې د کابل په وزیر اکبر خان کې ستره چاودنه وشوه، د پاکستان او افغانستان کرکټ بورډونو ترمنځ اړیکې خرابې شوې چې ورسره هغه درې واړه لوبې هم لغوه شوې.

په 2014 کال کې د اسیا جام پر مهال پاکستان له افغانستان سره 50 اوریزه لوبه کړي وه چې پاکستان افغانستان ته ماته ورکړي وه

په 2018 کال اسیا جام کې افغانستان او پاکستان د یو او بل سره مخ نه شول او

د نړیوال جام څخه وړاندې په 2019 کال د مې په 24 مه نېټه د پاکستان کرکټ لوبډلې د تمریناتي لوبې پر مهال د افغانستان څخه ماتې خوړلي وه