د پښتونخوا په مردان کې خلکو د بودا اوولس سوه کاله پخوانۍ مجسمه ماته کړه

Your browser doesn’t support HTML5

د پښتونخوا د مردان ضلعې په تخت بای سیمه کې پولیسو د بودا د هغې نوې موندل شوې مجسمې د ماتولو په توره څلور کسان نیولي، چې درې اوونۍ وړاندې د مځکې د کیندلو په مهال ښکاره شوې وه.

د صوبې د لرغونو آثارو اداره دا مجسمه اوولس سوه کاله پخوانۍ ګڼي او وایي هڅه به وکړي چې بیرته یې جوړه کړي.