عبدالولي خان پوهنتون سږ کال په پاکستان کې په تحقیق کې تر ټولو غوره پوهنتون شو

Your browser doesn’t support HTML5

په نړیواله درجه بندۍ کې عبدالولي خان پوهنتون په پاکستان کې اول نمبر راغلی او په نړیواله کچه یې 510م نمبر تر لاسه کړی. دې پوهنتون په وړومبي ځل په دې سیالۍ کې برخه اخیستې.
د پوهنتون وایس چانسلر وایي دا ثابته شوه چې پوهنتون د تحقیق په میدان کې په کامیابۍ سره روان دی، وایي په پوهنتون کې معاشي ستونزې هم شته او ورباندی د نوکریو د بدانتظامۍ تورونه هم دي او بله دا چې په پو هنتون کې د مشال خان تر وژنې وروسته پر انتظامیه نیوکې هم شوې خو وایي د څو تنو عمل يا سوچ په سر پوهنتون باید بدنامه نه کړی شي.