پښتنو د سېپټمبر 23مه د خپل کلتور نړيواله ورځ ونمانځله

واشنګټن ــــ په خپل کلتور او پښتو ژبه مينو پښتنو د نړۍ په ‌‌‌‌‌‌ډېرو برخو کې د سېپټمبر 23م د پښتون کلتور ورځ په نوم ونمانځله او د سوشل مېډیا د لارې يې هغه څېړنيزې غونډې، د موسيقۍ محفلونه او د رنګارنګ لباسونو نمونې خورې کړې چې د دې ورځې په مناسبت جوړې شوې وې.

نیزدې پينځه کاله وړاندې په کوټه کې د پښتو اکېډمۍ له خوا په جوړ شوي پښتو نړيوال کانفرنس کې پرېکړه شوې وه چې ياده ورځ دې هر کال د پښتنو د کلتور د لمانځلو ورځ وګرځي.

د پښتنو د کلتور ورځ د پاکستان مېشتو پښتنو سره سره د افغانستان او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مسافرو پښتنو هم ‌‌‌‌‌‌په خپل خپل رنګ کې وستايله او د پښتني پت، د وطن مينه، د ژبې خدمت، د کلتوري شتمنیو د خوندي کولو، د لباسونو اغوستلو او د شملو لونګو په سرولو د لارې يې د کلتور د ساتنې يادونه وکړه.

په سوشل مېډیا د کلتور د ورځې نمانځنې ته بېلابېل غبرګونونه مخې ته راغلي چې ترتيب يې مخکې راوړو خو وړومبی دا څېړو چې کلتور څه ته وايي او د پښتون کلتور ځانګړتياوې کومې دي؟ او په چا چا يې څنګه اغېزې دي؟

د کلتور پوهانو په نيزد کلتور يو داسې چتر دی چې شريک ژوند تېروونکي وګړي يې د غټ کچ او شتمن غريب نه پرته د ګډې ټولنې هغه خويونه، کړنې او عملونه ښايي چې ټولنه يې خپلوي او عملي کوي.

دوه غټ اعتراضونه چې د کلتور په ورځ په پښتنه ټولنه کيږي هغه په ټولنه کې د ښځو او کسبګرو د ژوند او په ټولنه کې د ځای موندلو په اړه دي.

د ښځو د بشري حقونو په اړه په سوشل مېډیا د پښتنو د يو ستر سياسي او ټولنيز ژوند د بدلوونکي باچا خان نوم په دواړو حوالو اخیستل کيږي چې هم يې دا مفکوره د ښځو او هم د کسبګرو د حقونو او احترام په حقله پخپله عملي کړې ده.

که يو خوا د باچا خان دا قول "که غواړئ د يوې ټولنې جاج واخلئ چې څومره مهذبه ده نو د ښځو د ژوند نه يې وانګېرئ" نو بل خوا باچا خان په خدايي خدمتګار تحريک کې کسبګر په لويو لويو عهدو ساتلي او ستايلي دي.

باچا خان خپله لور د خپلو زامنو سره يو ځای په ازاد سکول کې درس ته کښېنولې او تر لندنه يې سبق ته لېږلې وه نو دغه رنګ يې د ضلع چارسدې د اتمانزو شاخېل زيارتي کاکا او د هغه وخت کوهاټ ضلعې د خدايي خدمتګارانو مشر يو ‌‌‌‌‌‌ډم- چې په وطني چاچا يادېدو- مشران وټاکل.

کلتور يواځې د سړي پټکي خولۍ او لا د ښځو رنګارنګ لباسونه او روايتي کالي اغوستل نه بلکې انساني خويونه دي، په دې اړه وږمه فېروز په خپل فېس بک يو کارټون خور کړی چې پکې يوه ښځه په عربي لباس عبايه کې د کوره بهر وتلې خو د هرې خوا ورته سړي په وږو سترګو ګوري او ورسره يې ليکلي "ايا زمونږ کلتور ښځه مني؟"

د ملالې يوسفزۍ پلار ضياءالدين يوسفزی په خپل ټوېټر ليکي "د پښتنو په مېلمستيا، ازادۍ، بخښنې، وفادارۍ، نرتوب او ځانګړتوب وياړم. زه پښتو شاعري، موسيقي او اتڼ خوښوم خو ګورئ مونږ به نرواکي ختموو چې ښځه پکې په تياره کې ده او يواځې کړل شوې ده".

خو د بلې خوا شاعرانو او سندرغاړو د دې ورځې د نمانځنې په اړه خپله برخه غبرګون هم ښودلی، لکه سيد ماهي شاه په خپل غږ د سپوږمۍ کې ايچ کلام د نننۍ ورځ په مناسبت خور کړی چې وايي "سرور لري خمار لري پخپله ميخانه ده، دا ژبه پښتنه ده".

او يو بل خوږژبی او په پښتنو مين شاعر رحمت شاه سايل چې د ستي شاعر نسبت ورته کيږي په فېسبوک ليکي چې "ويلی شي نن د پښتنو د کلتور ورځ ده او دا په عالمي سطح کېږي، پوهېږم پښتانه ولسونه ډېر زخمي شوي دي خو د يو بل سره د شرکت يوه بهانه خو ده که په اوښکو اوښکو سترګو د يو ځل خندا ګنجايش وي او په شريکه خندېدی شو نو ولې دې و نه خاندو؟".

سايل صاحب وايي که د يوې لحظې د پاره هم شريک خوشالېدی شو راشئ چې خوشاله شو او يو بل ته د خپل کلتور د لرلو او ساتلو مبارکي ووايو مبارک مو شه:

وخت که هر څو په مونګه هر څومره ستم کړے دے

مونګ په سندرو د لوټ شوى ژوند ماتم کړے دے

که زيړ رنګونه مو په مخ الوزى الوزى دے

مونګ تل سپرلے په زيړ ګلى او په شړشم کړے دے.