واشنګټن – افغان او نړیوالو مشرانو په کابل پوهنتون باندې د ګل یا دوشنبې د ورځې برید چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت په وینا ۲۵ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې په کلکه غندلی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له برید ژر وروسته په یو خپور کړي بیان کې ویلي، چې برید شپږ ساعته دوام وکړ او درې برید کونکي د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي په دغه پیښه کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل شوي دي.
د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال امرالله صالح په دې اړه خپل ټویټ کې لیکلي،
"یوه ورځ به مونږ خپل استخاباراتي نیمګړتیاوې سمې کړو. خو طالبان او د هغوی ترڅنګ شیطان متحدین به یې هېڅکله په دې و نه توانېږي چې په کابل پوهنتون باندې د دې بې منطقه برید په اړه خپل ضمیر او وجدان ته ځان پاک کړي. زمونږ لپاره یوه استخباراتي ناکامي ده خو د طالب لپاره د وجدان ګندګي"
One day V will correct our intelligence failures. But the Talibs, their like minded satanic allies in the next door won%27t be ever able to wash their Conscience of this stinking & non justifiable attack on Kbul uni. برای ما یک ناکامی استخباراتی است. اما برای طالب گندیده گی وجدان
— Amrullah Saleh (@AmrullahSaleh2) November 2, 2020
د افغانستان د ملي پخلاینې د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په خپل ټویټر لیکلي،
"زه د کابل په پوهنتون باندې ننی برید په کلکه غندم. د تعلیمي ادارو په نښه کول یو ستر جرم دی. زده کونکي حق لري چې په سوله او امن کې زده کړې وکړي. زه د قربانیانو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوم. مونږ به په تیارو باندې بریمن شو."
I strongly condemn today’s cowardly terrorist attack on Kabul Uni. Targeting educational institutions is a heinous crime. Students have the right to study in peace & security. I offer my sincere condolences to victims & their families. We will prevail over the forces of darkness.
— Dr. Abdullah Abdullah (@DrabdullahCE) November 2, 2020
د لرو پښتنو له مشرانو څخه د پاکستان د قامي اسامبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې د غورځنګ یو مخکښ مشر محسن داوړ په یو ټویټ کې لیکلي،
"په کابل پوهنتون برید په کلکه غندم. د قربانیانو له کورنیو سره د زړه له کومي خواخوږي څرګندوم. د تاوتریخوالي دغه ډول کار د ترهګرو لخوا ترسره کېږي هغه چې په افغانستان کې د سولې پرضد دي. دې ته ورته ترهګر دلته زمونږ د خلکو د وژلو مسول هم دي."
Strongly condemn the attack on Kabul University. Heartfelt condolences to the families of the victims. Such acts of violence are carried out by terrorists who are against peace in Afghanistan. The same terrorists are responsible for the killings of our people here.
— Mohsin Dawar (@mjdawar) November 2, 2020
پښتون سیاستوال افراسیاب خټک په ټویټر لیکلي، "په کابل پوهنتون برید یو بل جنګي جرم دی چې په رڼا ورځ ترسره شو. ارزښمن انسان او با ارزښته مادي پانګه د نارامه سیمیزو لوبغاړو لخوا په داسې حال کې ویجاړیږي چې په دې ډېر لږ پوهېږي چې یوه ورځ به په افغانستان باندې تپل شوی بحران دوی هم وخوري."
Attack on Kabul University is yet another war crime blatantly committed in broad daylight. Precious human and valuable material assets are being destroyed at behest of insecure regional players with little realisation that the crises imposed on Afg will eat them up too. MAYOPA!
— Afrasiab Khattak (@a_siab) November 2, 2020
د ناټو ستر ملکي استازي سټېفانو پونټیکارو په یو ټویټ کې لیکي: "زه پرکابل پوهنتون ننی خونړی برید په کلکه غندم. دا په لسو ورځو کې په کابل کې پر تعلیمي ادارو دوهم برید دی. افغان ماشومان او ځوانان اړتیا لري ښوونځي ته د تګ پرمهال ځانونه خوندي حس کړي. ناتو د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د ټولو هڅو ملاتړې ده."
‘I strongly condemn today’s tragic attack on Kabul University. This is the second attack on educational institutions in Kabul in 10 days. Afghan children & youth need to feel safe going to school. #NATO stands firmly behind all efforts to stop violence.’-@pontecorvoste
— NATO in Afghanistan (@NATOscr) November 2, 2020
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي هم په ټویټ کې لیکلي، "په کابل پوهنتون برید له لسو په کمو ورځو کې په دوهمې تعلیمي ادارې برید دی او دا د بشري قوانینو څخه یوه سرغړونه او له ظلمه ډک عمل دی. اروپايي ټولنه یې په سختو ټکو غندي. پوهنتون باید د هیلو او ارزوګانو ځاي وي نه د غم او وېرې. مونږ له ټولو اغیزمنو سره خواخوږي څرګندوو."
The attack against @kabuluniversity,the 2nd against an educational institution in Kabul in less than 10 days,is an atrocious act & breach of #HumanitarianLaw. 🇪🇺condemns in strongest possible terms.Uni should be place of ambition & hope,not grief & fear.We feel with all affected.
— EUinAfghanistan (@EUinAfghanistan) November 2, 2020
د بریتانیا او کاناډا په ګډون د نړۍ د ګڼو سترو هېوادونو لخوا هم دا برید په کلکه غندل شوی دی.
خو وسلوالو طالبانو په کابل پوهنتون برید کې خپل لاس درلودل رد کړي دي.
د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد په یو خپور کړي بیان کې دغه برید په سختو ټکو غندلی دی.
تر دې وړاندې د اکټوبر په ۲۴ نېټه هم د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې په یو روزنیز مرکز برید شوی وو چې د طلوع نیوز د راپور له مخې ۲۹ کسان پکې وژل شوي وو او ۷۲ نور ژوبل شوي وي.
د دغه برید پړه هم وسلوالو طالبانو رد کړې وه خو داعش ډلې په غاړه اخیستې وه.