فیض اباد:دتحریک لبیک دفعالینو اؤ عسکرو ترمنځ نښتو کې ګڼ شمیر کسان ژوبل شوي

دتندروه مذهبي ډلې تحريک لبيک د فيض اباد احتجاجي پرلت کې دشاملو مظاهرچيانو او پوليسو ترمنځ نښتو کې دواړو خواؤ ته دیو شمیر کسانو د ژوبل کېدلو اطلاعات مخې ته راغلي دي.

دپاکستان مرکزي حکومت د خادم رضوي په مشرۍ دمظاهرچيانو دپلازمېنې اسلام اباد ريډ زون يا حساسو سیمو ته د رسیدلو دهڅو مخنيوي لپاره پايه تخت ته د ورتګ لارې په کنټينرو او ازغنو تارونو تړلې دي.

دتحریک لبیک په زرګونو فعالین کوتکو په لاس دتیرې شپې راهسې دپېنډۍ اؤ اسلام اباد ترمنځ‌ فیض اباد سیمې ته ورټول شوي اؤ هڅه کوي چې اسلام اباد ته ننوځي خو امنیتي ځواکونو دهغوئ مخه نیولې ده.

د خادم حسین رضوي په مشرۍ دا تندروه ډله د حکومت نه غواړي چې فرانس کې د پیغمبر محمد (ص) دسپکاوي دخاکو خپریدلو له امله باید پاکستان څخه دفرانس سفیر په سمدستي توګه وویستل شي.

ددې ترڅنګ دا ډله دحکومت نه فرانس سره د سفارتي اړېکو د شلولو غوښتنه هم کوي.

اسلام اباد څخه د ډیوه د خبریال له مخې حکومت ٣٠٠٠ؤ نه زيات امنيتي عسکر د دوئ دقابو کولو دپاره سیمه کې پځائ کړي چي پکې د رينجرز او مليشه چارواکي هم شامل دي.

سیمه کې د روان کړکیچ له امله دتيرو دوؤ ورځو راهسې د پینډى او اسلام اباد ولس د موباٸل ټيليفون د سهولت نه محرومه دی او دوئ ډير په ګرانه خپلو دفترونو او د کار ځايونو ته ځانونه رسوي.

تحريک لبيک هم په فيض اباد کې په کال ٢٠١٧ کې انتخابي فارم کې د ختم نبوت د شق ختمولو په ضد دهغې وخت د واکمن مسلم لېګ نواز ګوند دحکومت په ضد احتجاجي پرلت وهلی ؤ.

په هغه مهال دپاکستاني پوځ سرلښکر دهیواد په وزیراعظم باندې غږ کړی ؤ چې اسلام اباد کې د روان اړي ګړي مخه باید په امنناکه توګه ونیسي اؤ ویلي یې وؤ دا اړی ګړی دهیواد په ګټه نه دی.

دمسلم لیګ نواز ګوند حکومت ددغه احتجاجي پرلت په شا پوځي استخباراتي ادارو ته ګوتې وچتولې اؤ دپرلت په ختمیدو د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي موجوده مشر جنرال فیض حمید دپرلت برخه والو ته په لفاظو کې بندې پیسې هم د لارې دکرایه په نوم ورکړې وې.

د ګل په ورځ اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې د پاکستان پخواني وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي ويلي دا دريم ځل شو چې پاکستان کې دا تماشه لګي.

پخوانې سفاتکار اياز وزير د فرانس د حکومت په پريکړه ټکونه کوي خو د تحريک لبيک دريځ او تګلاره هم ناسمه بلي.

اياز وزیر وايي که دتحريک لبيک خبرې ومنل شوې نو راتلونکي کې به دغه ډلو ته لاره هواره شي چې حکومت به د دوئ په خوښه د نورو هيوادونو سره اړيکې لري اؤ شلوي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي اياز وزير زياته کړه پاکستان په حکومتي کچه فرانس ته خپلې انديښنې وړاندې کړې دي او غوره به دا وي چي خادم رضوي خپل احتجاج ختم کړي.

کال ٢٠١٧ کې د پاکستان پوځ د هغې وخت دحکومت د وينا باوجود د تحریک لبيک داحتجاجي پرلت په ضد دطاقت کارولو نه انکار کړى ؤ.

بيا د پوځ په مينځګړتوب دمظاهرچیانو اؤ حکومت ترمنځ دیو تړون په نتیجه کې دتحریک لبیک فعالین د اسلام اباد نه وتلي وؤ