یو وخت په پېښور کې جومات، کلیسا او د موسیقۍ دوکان یو بل ته ډېر نیزدې وو

واشنګټن ــــ د پېښور جامعه امداد العلوم چې د دروېش جماعت په نوم مشهور دی د تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د سېنټ ماېکل کېتېډرل چرچ سره څنګ په څنګ موجود دی او د مذهبي ورورلۍ يوه نمونه ده. همدغه چرچ سره نزدې په ارباب روډ صدر "اې ګوډين اېنډ کو" د موسيقۍ د الاتو او ګراموفون يو دوکان هم د دې کلتوري تنوع او مذهبي هماهنګۍ يو انځور وو چې د وخت تېرېدو سره هغه ختم شوی دی.

دغه دوکان د نابرټ فرانسس ګوډين وو چې څه موده وړاندې يې د حالاتو بدلېدو له امله پېښور پرېیښی وو او کېنېډا ته يې کډه کړې وه. د پېښور دغه زوړ او نوموړی شخصيت ناربرټ ګوډين د ګوډين اېنډ کو دوکان مالک وو چې د 85 کالو په عمر د کېنېډا په يو روغتون کې د اوږدې ناروغۍ له کبله مړ شوی.

د پېښور په صدر بازار کې په ارباب روډ باندې د تاريخپوهانو تر مخه د ګوډين اېنډ کو سره نزدې د عليګړ د کورنۍ يوه بېکري وه، د هغې سره جوخت د يو هندو دوکان وو او ورسره نیزدې د يو پارسي دکان وو. دا ټول دوکانونه په پېښور کې د کلتوري او مذهبي هماهنګۍ نخښې وې چې اوس پکې يوه نخښه هم نه ده پاتې.

په پېښور کې د موسيقۍ د الاتو دغه دوکان د ګوډين خاندان وو، چې تعلق يې د هندوستان د ښار ګوا سره وو، دوی د اتلسمې صدۍ په اخره کې دلته هجرت را وکړ او د موجوده پاکستان په بېلابېلو ښارونو لکه پېښور، کوټه، نوښار او مري کې يې د ګراموفون او موسيقۍ رېکارډونو کاروبار يا دوکان پیل کړی وو.

څه موده وروسته چې د ګراموفون په ځای نوې ټېکنالوجي راغله او خلکو د ګراموفون استعمال پرېښود، نو همدغه ځای بيا د ګوډين کورنۍ د فرېجونو او ايرکنډيشن کاروبار شروع کړو او نابرټ ګوډين د ايرکنډيشن سمولو يو ډېر ښه کاريګر وو او دغه کاروبار يې هم ډېره موده په کاميابۍ سره کاوه.

د پېښور سره تعلق لرونکی يو ليکوال او خبريال اورنګزېب خان وايي د نابرټ ګوډين زوی رابرټ ګوډين د ده کلاس فېلو وو او دغه خاندان ډېره موده د ده د ماشوموالي يوه ډېره لویه برخه وه:

"مونږ به کتل چې نابرټ ګوډين خپل مني مارس کې خپل زوی پسې سکول ته راتلو، هغه به يې بوتلو او مونږ سره به يې ټوکې ټکالې کولې. مور يې هم راتله، هغې به همېشه سکرټ اغوستی وو، په مغربي انداز کې او سکول ته به ولاړه وه، انتظار به يې کووچې سکول ختم شي او خپل زوی بوځي او دې لحاظ سره دا مونږ ته د زوړ پېښور د کلتوري تنوع يو انځور هم وړاندې کوي. عيسايي کميونټي په تعليم کې ډېره زياته برخه لرله او دا خبره زه د اتيايمې لسيزې د وړومبي دورکومه".

د نابرټ ګوډين کورودانه پېټريشيا ګوډين هم يو نوموړې تعليمي ماهره وه او تر ډېره موده يې د پېښور مشهور مشنري سکول کانونټ کې خپله دنده تر سره کړې ده.

اورنګزېب خان وايي په زاړه پېښور کې عيسايي کورنۍ داسې وې چې د دوی د پاره پکې څه تفريق هم نه وو. اورنګزېب خان وايي دوی عيسايي ملګري لرل، دوی د هغوی په ژوند او رسوماتو کې او هغوی به د دوی په ژوند او رسوماتو کې برخه اخستله:

"زمونږ د پاره به عیسايان څه مختلف نه وو، ماته ياد شي په سېنټ مېري سکول کې به زمونږ د اسلاميات کلاس وو او زده کوونکي زياتره مسلمانان وو نو د هغې دوران کې به رابرټ او بل زما ملګری شکيل جېکب پاڅېدو هغوی به خپل د کېتولیک کلاس له لاړل او هم داسې به مونږ په کرسمس کې د هغوی سره ګډون کاوه".

اورنګزېب خان وايي په کرسمس او ايسټر باندې به عيسايانو نوې جامې اغوستې وې، چرچونو ته به تلل او خپلې خوشالۍ به يې کولې، دا به يو ښکاره څيز وو او د پېښور په مال روډ به خلکو ليدل کتل. دا ټول اوس ختم شوي دي، که دلته څه عيسايي کورنۍ شته هم نو هغوی خپلې کميونټي کې دا هر څه کوي او بهر يې ښکاره نه کوي، دا هر څه تش په پېښور کې داسې نه وو، نورو ځايونو کې هم داسې وه. هغه وايي هغه وخت که تاسو مري ګورئ او که کوېټه، کراچۍ يا راولپنډۍ، په هر ځای کې د مذهبي اقليتونو سره هم داسې هماهنګي وه:

"سېنټ جونز، سېنټ مېري او سېنټ جوزف دا سکولونه د چرچ مشن سوساېټي لاندې وو، اسټرېليا او نورو مغربي ځايونو نه به استاذان راتلل، دوی به استادي کوله، د ضياء د دور نه پس دا څيز ټول ختم شو، پاکستان بدل شو. پېښور کې بيا کډوال هم راغلل او دلته د جهاد يو کلتور شروع شو."

په وروستيو کې دا هر څه بدل شوي اوس نه د ګوډين هغه دوکان پاتې دی او نه ګوډين پاتې دی. پېښور کې هر قسمه حالات راغلل، تر دې چې په 2013م کال کې ترهګرو په پېښور کې په يو چرچ ال سېنټ باندې هم بريد وکړ، چې پکې ګڼ شمېر خلک مړه او ژوبل شول او د داسې قسمه پېښو له امله په مقامي مذهبي اقلیتونو کې وېره هم پېدا شوه.

په پېښور کې ژوند کوونکې عيسايي مذهب سره تعلق لرونکې روبينه مسيح چې د تعليم او اګاهۍ د پاره يو غېر دولتي اداره هم چلوي، د پېښور په حقله وايي مخکې چې څنګه ازادي وه، خلک به بهر تلی شول، ناسته به يې کولی شوه اوس هغه رنګه نه ده، حالات ډېر بدل شوي دي او تر دې چې اوس کرسمس را روان دی او مونږ په بېکرۍ کې دا تپوس وکړ، چې د پلم یعنې الو بخارې یا آلوچې کېک شته او کنه نو څوک په دې نه پوهېږي چې داسې قسمه کېکونه د کرسمس په موقع ورکول کيږي يا جوړيږي. هغه وايي څوک يا خو په کرسمس پوهه نه دي او يا ځان پوهه کول نه غواړي.

څنګه چې ورو ورو په پېښور کې دغه مذهبي او کلتوري نخښې ختمېږي پّ پېښور کې د کلتوري او هم د مذهبي هماهنګۍ د پاره برداشت هم ختمېږي او کم از کم د مذهبي اقليتونو د پاره هغه زوړ پېښور هغه نه دی پاتې.