واشنګټن: د کریمه بلوچ د مړینې په ضد احتجاج، د "وژنې" تور او د پلټنو کلکه غوښتنه

واشنګټن ــــ د امریکې په پایتخت واشنګټن ډي‌ سي کې د بشري حقونو د فعالې کریمې بلوڅ د مرګ د پلټنو لپاره د کېنېډا سفارت مخې ته احتجاج شوی، چې پکې یې د هغې د مرګ تور "په پاکستان" پورې کړی او د کېنېډا له پولیسو یې د نورو پلټنو کلکه غوښتنه کړې ده.

د نهې- سه شنبې په ماسپښین دغه احتجاج د بلوچ نېشنل موومنټ له خوا شوی وو، چې بلوڅو نارینه وو او ښځو، د سیندي فاونډېشن او پښتون ژغورنې غورځنګ فعالینو هم پکې ګډون کړی وو. د احتجاج کوونکو په لاسونو کې شعارپاڼې وې او اکثر پرې دغه نعرې لیکلې وې:

"د کریمې بلوچ لپاره انصاف غواړو، د بلوڅانو ټولوژنه ودروئ، د کریمې د وژنې پلټنې دې وشي". په شعارونو کې یو دا هم چې وایي "کریمه بلوچ د پاکستان استخباراتي ادارې وژلې ده"، خو په کېنېډا کې د پاکستان های کمېشن د کریمه بلوچ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د تورنټو له پولیسو یې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

په امریکا کې مېشته د بلوچستان رضیه بلوچ وایي، د بلوڅانو ژوند په بلوچستان کې خوندي نه وو ځکه دوی د کېنېډا او امریکې په ګډون په نورو هېوادونو کې پناه واخیسته خو وایي اوس په دغو هېوادونو کې هم خوندي نه دي:

"مونږ په دې هیوادونو کې ځکه پناه اخیستې چې په پاکستان کې مونږ محفوظه نه یوو، خو اوس هغوی مونږ دلته هم نه پریږدي"

د بلوچستان اسمبلۍ پخواني سپیکر وحید بلوچ هم په دې احتجاج کې ګډون کړی وو،‌ نوموړي وي او اې ډیوه ته په خبرو کې د کریمه بلوچ مړینه سیاسي وژنه وبلله او ویې ویل د ټورنټو پولیسو څنګه په دوو ساعتونو کې معلومه کړه چې د هغې وژنه د بل چا له لاسه نه ده:

"دا سیاسي قتل دی او د سیاسي قتل تحقیقات تر اخره نه شي تلای، خو موږ دا معلومول غواړو چې قتل څنګه شوی دی، ځکه چې د دې لاش له اوبو راوتلی دی او په جدیده دنیا کې په اوبو کې ډوبول او وژل داسې طریقه کار دی چې معلومات یې ډېر مشکل دي".

نبي بخش بلوڅ چې په امریکا کې د بلوڅ نېشنل موومنټ استازی دی وايي دا لومړی ځل نه دی چې په مشکوکه ډول په بهر هیوادونو کې د بلوڅ فعلانو مړي موندل کیږي. نوموړی وایي د کېنېډا سفارت مخته تر احتحاج وروسته یې سفارت ته لیکلی یاداښت هم سپارلی چې پکې یې د کریمه بلوچ د مړینې د پلټنو غوښتنه کړې ده:

"موږ ټول بلوڅان دغه [د ټورنټو پولیسو] رپورټ ردوو او موږ د دغه مرګ د پوره بې پلوه پلټنو غوښتنه کوو. په بلوچستان کې خلک وژل کېږي موږ پوهیږو چې قاتل څوک دی خو موږ د کېنېډا له حکومته په رسمي توګه د پلټنو غوښتنه کوو، چې د دوی ناپاکه څېره ټولې نړۍ ته ښکاره شي".

د روان کال په اپرېل میاشت کې په سویډن کې په مرموزه توګه د بې درکه شوي بلوڅ خبریال ساجد حسېن مړی د دې هېواد له اپساله ښار سره نیژدې د دریاب په غاړه موندل شوی وو.

د ورکو بلوڅانو د تنظیم د شمېرو له مخې په بلوچستان کې زرګونه بلوڅ ځوانان بې درکه دي او د ډېرو مسخ شوي مړي موندل شوي او په بلوچستان کې د ناامنۍ له کبله ګڼ شمېر بلوڅو سیاسي فعالانو او خبریالانو په امریکا او یورپ کې پناه اخیستې ده.

په احتجاج کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال نثار هوايي وي او اې ډیوه ته وویل، په پاکستان کې د بلوڅانو او پښتنو ستونځه یوه ده، چې د ده په وینا د دواړو زرګونه خلک په جبري توګه بې درکه دي او ډېر یې وژل شوي دي:

"په کوم ډول چې کریمه بلوچ وژل شوې ده، داسې ډول تر اووو او لس زرو پورې پښتانه یا وژل شوي یا ورک دي او یا هم په جېل کې پراته دي، زموږ او د دوی ستونځه یوه ده حتی په پاکستان کې ټول لږکي له دې ستونځې سره مخ دي".

د ګلکت بلتستان اوسېدونکي یو بل فعال سینګیت سرینګ هم په دې احتجاج کې ګډون کړی وو. ښاغلي سرینګ وي او اې ډیوه ته وویل، د ټورنټو پولیس باید خپل ابتدایي رپوټ ته بیاکتنه وکړي. نوموړی وایي تر څو د کریمه بلوچ د مړینې پلټنې نه وي شوې دوی به پر ټولنیزو رسنیو احتجاج ته دوام ورکوي:

"موږ د پاکستان پوځ او استخباراتي‌ ادراو ته دا پیغام ورکوو چې داسې قتلونه به موږ کله هم د بشري‌ حقونو لپاره د غږ پورته کولو څخه منع نه کړي. داسې قتلونه زموږ مخه نه شي نیولی. مونږ به د پاکستاني اسټبلیشمنټ څېره او حقیقتونه رابرسېره کوو."

د پاکستان سفارت د داسې دعوو په اړه څه نه دي ویلي چې ګوندې په کېنېډا کې مېشت کوم پاکستاني ته دې د چا له خوا ګواښونه کېږي یا دې څارل کېږي.

د بلوڅانو او پښتنو د حقوقو مبارزين وايي دا مهال په پاکستان کې په زرګونو بلوڅان او پښتانه بې درکه دي. دوی اکثره د خلکو په جبر د لا درکۍ تور د هېواد په پوځ او استخباراتي ادارو لګوي خو پوځ دا تورونه ردوي.