دسینیټ کمیټې دکم عمره عیسايي جینۍ دمذهب دبدلون اؤ دجبري واده په اړوند په پلټنو بې باوري ښودلې

د پنجاب د فيصل اباد سیمې د پوليسو مشر دچهارشنبې په ورځ د سينيټ دبشري حقونو کميټې ته د فرح شاهين نومې کم عمره عيسايي جينۍ دتښتول کیدو بیا ورسره دجبري واده او په زور داسلام قبلولو دپېښې په اړوند دشوؤ پلټنو په هکله احوال تیر کړی دی.

خو کميټۍ دپېښې په اړوند په شوؤ پلټنو بې باوري ښودلې اؤ دیادې کمیټې مشر بيرسټر سيف ويلي دې کې شک نشته چې پوليسو د پلټنو په معامله دمتاثره جينۍ سره زياتى کړيدى.

بيرسټر سيف دفیصل اباد پځائ په بل ښار کې د فرح شاهین دطبي معاٸنې کولو امر کړی او د بشري حقونو وزارت ته یې دې قضيه کې د مدعي جوړيدو وینا هم کړې ده.

دفرح شاهين مور او پلار دخپلې سیمې په تاڼه کې د ٤٥ کلن خضر احمد په ګډون په درېوؤ کسانو دخپلې لور د تښتولو او تر پینځوؤ مياشت خپله ولقه کې دساتلو په تور مقدمه درج کړيده.

دجینۍ مور،پلار تور لګوي چې خضر احمد نه يوازې د فرح شاهين سره په جبر واده کړى بلکې هغه یې دخپل مذهب په پرېښودو اؤ اسلام قبلولو هم مجبوره کړې ده.

دپولیسو لخوا دکمیټې تیرې غونډې ته ویل شوي وؤ چى دفرح شاهين عمر اتلس کاله دى،هغه بالغه ده او په خپله خوېښه یې اسلام قبول کړی دی.

خوبيا دهغې دپلار لخوا کميټې ته دنادره یا دپاکستان دشناختي ادارې لخوا جاری شوی هغه سند وښودل شو چې ترې دفراح شاهین عمر ۱۳کاله ثابتیږي.

د کميټې ننۍ غونډه کي موجود دسینیټ بلوڅ ملت پاله غړي طاهر بزنجو وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي کميټې ګرد هيواد او په ځانګړي ډول پنجاب او سندهـ صوبو کى په زور ودونو کې اضافې او دې کې دککړو کسانو په ضد کاروايۍ نه کيدو باندې اندېښنې ښودلي دي.

هغه وویل دپارلیمان په ګډون دټولو حکومتي ادارو ذمه واري ده چې جبري ودونو کې دککړو کسانو په ضد کاروايي باوري کړي.

طاهر بزنجو زياته کړه بل غټ ظلم دا دى چې عيسايي جينۍ اوس هم د خپل کور په ځائ د لاوارثو خونه کې ساتل کيږي خو مرکزي ملزم د جيل نه بهر خلاصې تڼۍ ګرځي

دسینیټ دبشري حقونو دکمیټې غړي طاهر بزنجو په دې دوسیه کې دتورن تن نه نیول کیدل ک دفيصل اباد دانتظامیې اؤ پولیسو دمجرمانه غفلت یو ستره بېلګه وبلله.

تر دې وړاندې د پاکستان د باندنيو چارو وزارت دنړيوال مطبوعاتو هغه رپورټونه بى اساسه بللي وؤ چې ګني پاکستان کې د جبري ودونو پيښو ته د ملکي ادرو ملاتړ ترلاسه دى.

د مذهبي یووالي دپاره دپاکستان د وزير اعظم عمران خان سلاح کار مولانا طاهر اشرفي دعوه کوي چې په دې وروستیو کې دحکومتي ګامونو له امله په جبري ودونو تر ډير حده قابو موندل شوې ده او تيرو دوؤ مياشتو کې په هيواد کې د جبري واده یوه پېښه هم مخې ته نه ده راغلې