له سپریم کورټه د امریکایي خبریال په وژنه د تورنو کسانو د سزا کېدو او خوشي کېدو ګډې غوښتنې

اسلام اباد ــــ د سیند هايکورټ له خوا په پاکستان کې د وژل شوي امريکني خبريال ډېنيل پرل په وژنه د تورنو د نړيوالې ترهګرې شبکې القاعده د احمد عمر شيخ او نورو درې ملزمانو د خوشي کېدو د پرېکړې په ضد د اپيلونو اورېدنه په سپريم کورټ کې دوام لري او د عدالت له خوا د شهادتونو په سر را پورته شوو اندېښنو ته د پرل کورنۍ وکيل ددغو ثبوتونو د مستند کېدلو په حق کې دليلونه ورکوي.

د سیند هايکورټ له خوا د امريکني خبريال ډېنيل پرل په وژنه د تورنو ملزمانو د خوشي کولو د پرېکړې په ضد د اپيلونو اورېدنه په داسې حال کې د پاکستان په سپريم کورټ کې دوام لري چې امریکې هم د دغو ملزمانو په ضد د مقدمې خبرداری ورکړی وو.

د ملزمانو وکيل محمود اې شيخ ويلي، هغه به د هايکورټ په فيصله باندې د عمل لپاره سپريم کورټ ته بېل خواست کوي.

د دې تر څنګ د ډېنيل پرل د کورنۍ وکيل فيصل صديقي د درې کسيز بينچ په وړاندې د ملزمانو په ضد په لاندې عدالت کې د استغاثې يا حکومتي ثبوتونو په حق کې دليلونه ورکړي دي.

د بينچ له خوا په قضيه کې نومول شوي ملزم فهد نسيم د ويرې له امله بيان په سر اندېښنو ته د پرل د کورنۍ وکيل دريځ خپل کړى چې ملزم په خپله خوښه د مجسټرېټ په وړاندى خپل جرم منلى وو.

وړاندې د سیند حکومت وکيل فاروق ايچ نایک هم د ملزمانو په ضد د ثبوتونو د مستند کېدو په حق کې دليلونه ورکړي وو او هغه د ډېنيل پرل وژنه د ترهګرۍ نړيواله پېښه بللې وه.

د امريکې حکومت د سیند هايکورټ په پرېکړه باندې سختې نیوکې کوي او دا په ګرده نړۍ کې د ترهګرۍ ځپلیو کورنیو سپکاوى بولي.

دا په داسې وخت چې پاکستان ته د غیرقانوني پیسو د څار نړيوالې ادارې ايف اې ټي ايف د تور نوملړ نه د بچ کېدو لپاره ورکړل شوو شرطونو د عملي کولو د جاج اخیستو لپاره په راتلونکې فرورۍ مياشت کې د ادارې غونډه کېدونکى ده.

د ملګرو ملتونو د نړيوال عدالت پخوانى قاضي او قانون پوه علي نواز چوهان وايي د ډېنیل پرل د قاتلانو خوشي کېدل به د پاکستان لپاره بد وي.

هغه وى او اې ډيوه ته ويلي څوک به دې ته نه ګوري چې په دې کېس کې څه قانوني نيمګړتياوې وې خو دا تاثر به خورېږي چې د پاکستان عدالتي نظام ترهګرو ته په سزا ورکولو کې ناکامه دی.

امريکنى خبريال ډېنیل پرل په 2002م کال کې په کراچۍ کې هغه وخت وژل شوی وو چې هغه په پاکستان کې د توندروه ډلو په اړه په تحقيقاتي رپورټ باندې کار کاوه.

د 2020م کال د اپرېل په میاشت کې سیند هايکورټ د پرل د وژنې په تور د ترهګرۍ ضد عدالت نه د پانسۍ سزا شوي د نړيوالې ترهګرې شبکې احمد عمر شيخ او درې نورو ملزمانو سزا ختمه کړې وه او د دوی د خوشي کولو امر یې هم جاري کړى وو.

د هغې پرېکړې په ضد د ډېنيل پرل کورنۍ او سیند حکومت سپريم کورټ ته اپيلونه کړي وو او د ملزمانو د خوشي کېدو د مخنیوي لپاره صوبایي حکومت دوی د تېرو نهو مياشتو راهیسې امنيت ته د خطر جوړېدو له کبله بنديوان ساتي.

بل اړخ ته سیند هايکورټ د ملزمانو د خوشي کېدو د حکم نه عملي کېدو په سر د اړونده صوبایي چارواکو په ضد د عدالت د سپکاوي کاروايي پيل کړې ده.