د سېنټ غونډه کې بلوچستان او قبایلي ضلعو کې د زیاتېدونکې ترهګرۍ تور په استخباراتي ادارو پورې شوی

اسلام اباد ــــ د پاکستان په سېنټ کې په بلوچستان او د پښتونخوا په نویو قبایلي ضلعو کې یو ځل بیا د زیاتېدونکې ترهګرۍ غندنه شوې ده او ځینو سنېټرانو د پاکستان استخباراتي ادارو په کردار نیوکې کړې دي او تور یې لګولی چې دا ادارې د خلکو په اغوا او ځورونو کې لاس لري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سنېټر عثمان خان کاکړ د سېنټ غونډې ته ویلي دي چې په قبایلي ضلعو او بلوچستان کې له تېرو دوو کالو نه یو ځل بیا د خلکو د وژنې او اغوا پېښې زیاتې شوې دي.

د حکومت پلوه بلوچستان عوامي ګوند سنېټر کودا بابر دغه تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې دا وخت د ګرد هېواد په مقابله په بلوچستان صوبه کې د امن و امان حالات زیات ښه دي.

عثمان کاکړ وایي هر څوک چې ددې پرضد آواز پورته کوي نو قانون نافذ کوونکې ادارې هم د هغو کسانو پرضد کاروایۍ کوي او مثال یې د پښتون تحفظ موومنټ مشر ډاکټر سید عالم مسید او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر د ګرفتارۍ دی.

عثمان کاکړ وایي چې په بلوچستان او قبایلي سیمو کې یو ځل بیا د خلکو هدفي وژنې پیل شوې دي او چې کوم خلک کاروبار کوي تښتول کیږي او وروسته د پیسو په بدل کې ځان خلاصوي.

سېنټر عثمان کاکړ ددې تور په استخباراتي ادارو لګولی دی او ویلي یې دي چې دې ادارو خپله شخصي ملېشه جوړه کړې ده او د هغوی په ذریعه ماورای عدالت قتلونه کوي.

یو بل سنېټر اورنګزېب اورکزي هم دغه شان تورونه لګولي دي او ویلي یې دي چې په قبایلي سیمو کې په ساده جامو کې خلک په کورونو چاپې وهي او خلک وژني خو نه پېژندل کیږي او که چېرې په قبایلي سیمو کې ترهګري یو ځل بیا زیاته شوه نو باقي پاکستان به ترې هم بیا نه بچ کیږي.

په بلوچستان کې د امن وامان خراب حالاتو تر څنګ په سېنټ کې د پاکستان افغانستان په شریکه پوله باندې تجارت ته په ور پېښو مسئلو باندې هم خبرې شوې دي.

بلوچستان نېشنل ګوند سنېټر جهانزیب جمالديني ویلي دي چې ړومبی د سیکورټي په نامه دې پولو باندې ازغن تار ولګول شو چې له وجې یې د خلکو کاروبار تباه شو او اوس هره ورځ په څه نه څه خبره دا پولې وتړل شي.

د سنېټر جمالديني وینا وه چې په پولو د دې پرتو خلکو همدغه روزګار دی خو د حکومت له خوا د بې ځایه ګامونو له وجې حکومت هم د خپل ولس روزګار خرابوي.

د جهانزې جمالدیني دغو تورونو ته د بلوچستان حکومت تر اوسه څه جواب نه دی ویلی.