اسد عمر: پاکستان به تر جون میاشتې د کرونا وېکسین 17 میلینه خوراکه تر لاسه کړي

اسلام اباد ــــ دا پاکستان د منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر ویلي د صحت نړ‎یوالې ادارې ډبلیو ایچ او کوویکس له خوا به ورته یو کروړ‎ اویا لکه د کورونا وایرس وېکسین خوراکونه د روان کال له جون میاشتې ملاوېدل پیل شي او دوی ته په دې اړ‎ہ د کوویکس نه یو خط ملاو شوی دی.

اسد عمر د شنبې- خالي په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي، په اوولس میلینه خوراکونو کې شپږ میلینه خوراکونه به ورته د مارچ میاشتې نه ملاوېدل شروع شي او زیاته یې کړ‎ہ چې د دې نه علاوہ پاکستان د چین نه ھم پینځہ لکه د کرونا وېکسین خوراکونه را غواړي کوم به چې وړو‎مبی طبي عملې تہ ورکول کېږي.

اسد عمر دا اعلان پہ داسې مھال کړی چې په پاکستان کې په تېر شواروز کې 2,189 نور خلک په دې رنځ اخته شوي او 65 تنه نور ناروغان ترې مړ‎ہ شوي دي. په ملک کې د کرونا د فعاله پېښو شمېر 33,439 ته رسېدلی او تر دې دمه ټول 11,623 ناروغان ترې مړہ شوي دي.

وفاقي وزیر اسد عمر چې د کرونا وبا د مخینوي ادارې نېشنل کمانډ اینډ کنټرول سنټر مشر ھم دی په یو بیان کې ویلي چې د طبي عملې څلور لکه خلکو ورسرہ ځان رجسټر کړی دی او دوی ته د وېکسین خوراکونو له ورکولو وروسته به په دویم پړ‎او کې دا وېکسین د 65 کالو عمر نه زیات خلکو ته ورکول کېږي.

د اسد عمر په وینا د کوویکس ل خوا ورته دا وېکسین وړیا ورکول کیږ‎ي او په دې اړ‎ہ د پاکستان حکومت د کوویکس سرہ یوہ لوظنامه اته میاشتې وړ‎اندې لاسلیک کړ‎ې وہ.

پاکستان د نړۍ په 192 هېوادونو کې په ھغو 92 ھیوادونو کې شامل دی چې د صحت د نړ‎یوالې ادارې ډبلیو ایچ او کوویکس له اړ‎خه د کرونا وبا ویړ‎یا وېکسین ورکول کېږي

دوې ورځې وړ‎اندې د صحت دپارہ د وزیراعظم سلاکار ډاکټر فیصل سلطان ویلي وو چې د چین نه د کرونا وېکسینو د خوراکونو وړو‎مبی مقدار راوړ‎لو دپارہ یوہ ځانګړ‎ې الوتکه تیارہ دہ او طمعه څرګندېږي چې دا وېکسین به د اتوار- یکشنبې تر ورځې پاکستان ته راورسېږي.

روانه میاشت د پاکستان د دوایانو د انتظام ادارې ډریپ د چین سینوفام کمپنۍ او د اکسفورډ ایسټرازینیکا وېکسینو کارولو اجازہ ورکړې ده.

ایسټرازینیکا وېکسین د پرمختلونکو ھیوادونو دپارہ ډېر ګټور ګڼل کیږ‎ي ځکه چې دا د شپږ‎و میاشتو دپارہ په فریج کې ایښودل کېږي او نه صرف دا په اسانه سرہ وېشل کېدای شي بلکې جوړ‎ول یې ھم ارزان دي.

د دې وېکسینو منظوري وړو‎مبی په بیړ‎نۍ توګه د برتانیې حکومت ورکړ‎ې وہ.