دپروفیسر اسماعیل اؤ ادریس خټک په ضد مقدمو ته دپښتنو قانون پوهانو غبرګون

پښتانه قانون پوهان وایي هیواد کې دخوښې نا خوښې په اساس مقدمې یوازې دهغه چا په ضد جوړیږي څوک چې دلته بشري،جمهوري اؤ ائیني حقونه غواړي.

قانون پوهه طارق افغان وایي ادریس خټک دبرتانیې استخباراتي شبکې دیو غړي مائیکل سیمسن ته په مهمو رازونو ورکولو تورن کړل شوی اؤ له دې امله به پرې پوځي محکمه کې مقدمه چلیږي خو پخپله مایکل چې دپاکستان دیو پخواني جرنیل زوم دی له دې مقدمې په ډډه ساتل شوی دی.

قانوندان شهاب خټک هم بیا وایي چې ترهګرو ډلو سره دمالي مرستو په تور نیول شوي پروفیسر اسماعیل ته په اصل کې دپښتنو دحقونو دپاره دغږ پورته کولو سزا ورکول کیږي.

دبشري حقونو مبارزې او دپښتون ژغورنې غورځنګ دفعالې میرمن ګلالۍ اسماعیل په پلار پروفیسر اسماعیل چې خپله هم سیاسي فعال پاتې شوی او د بشري حقونو لپاره غږ پورته کوي باندې حکومت تور لګولی چې دی په ټولنیزو رسنیو د حکومت او ادارو په ضد تبلیغات کوي.

په دغه تور وړومبی پروفیسر اسماعیل یوه میاشت بندي کړل شو خو بیا عدالت دده ضمانت منظور کړو اؤ له بنده یې خوشې کړو.

دهغه له خوشې کیدو وروسته دهغه دلور ګلالۍ اسماعیل په غیر دولتي تنظیم اویر ګرلز تور ولګول شو چې ددغې تنظیم له اړخه ترهګره ډلو سره مرستې کیږي. خو ګلالۍ په دغه مهال امریکا ته لاړه نو حکومت ددې په پلار او مور تور ولګولو چې دوئ هم خپلې لور سره د ترهګرو مالي مرستې کړې دي.

خو د پروفیسر اسماعیل وکیل شهاب خټک ایډوکیټ وي او ای ډیوه ته وایي د ترهګرۍ په ضد عدالت د ثبوتونو د نیشتوالي په وجه پروفیسر او د هغه میرمنې ته مشروط ضمانت ورکړی ؤ.

هغه وایي خو حکومت اوس بیا دپروفیسر اسماعیل په ضد جوړه شوې قضیه کې عدالت ته هاغه ګواهان وړاندې کړل کوم چې خپله ملزمان دي.

شهاب خټک ایډوکیټ وایي پروفیسر اسماعیل دوه ورځې وړاندې عدالت کې د ضمانت نه منل کیدو وروسته پولیسو خپله ولقه کې واخستو او اوس به دوه ورځې وروسته بیا عدالت ته وړاندې کیږي.

نومړی وایي وایي "مونږ به هڅه کوو چې عدالت نه ضمانت منظور کړو"


دهغه په وینا "دې قضیه کې مونږ ته دا اساني ده چې د پروفیسر د میرمنې ضمانت شوی دی خو د پروفیسرهم دې قضیه کې ضمانت شوی ؤ نو دا بې انصافي ده. خو مونږ به قانوني مبارزه روانه ساتو او دې کې پولیس هیڅ قسمه ثبوت نه شي وړاندې کولی ځکه چې دا مقدمه په درغو جوړه ده"

ایډوکیټ شهاب خټک زیاته کړه پروفیسر اسماعیل ته د پښتنو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو سزا ورکړی کیږي. خو حکومت به په ده د لګول شوو تورونو ثبوت عدالت ته وړاندې نه کړی شي.

همدا شان د بشري حقونو یو بل مبارز ادریس خټک نومبر کال ۲۰۱۹م کې نامعلومه تنانو پورته کړی ؤ او بیا د دفاع وزارت اووه میاشتې وروسته ومنله چې ادریس ددوئ ولقه کې دی .

په هغه ددفاع د وزارت لخوا تور لګول شوی ؤ چې د ریاست رازونه یې نورو ادارو سره شریک کړي دي او پرضد به یې فوځي عدالت کې مقدمه چلول کیږي.

خو د هاغه وخت د پیښور هایي کورټ مشر قاضي جسټس وقار احمد سیټهـ فوځي عدالت کې دمقدمې چلولو په ضد لنډ مهاله امر یا حکم امتناعي جاري کړې وه.

اوس پېښور هایي کورټ دغه لنډمهاله امر یو ځل بیا ختم کړی او د ادریس خټک وکیل طارق افغان ایډوکیټ وایي په ادریس چې کوم تور دی او ده چاسره معلومات شریک کړي دي په هاغې تن هیڅ قسمه مقدمه نه ده جوړه شوې.

د طارق افغان په وینا په ښاغلي ادریس خټک دا تور ؤ چې ده د برطانیه د استخباراتي شبکې ایم آیي 6 یو غړي مایکل سیمسن ته د پاکستان د فوځ معومات ورکړي دي.

هغه وایي "دغه مایکل د پاکستان د یو پخواني جرنیل زوم دی او نه خو دی مقدمه کې نامزد شوی دی او نه هم دده نه پلټنې شوې دي او د هغه چې دلته کوم جایداد دی هغې ته هم څه نه دي ویل شوي"

" مونږ وایو چې دا دخوښې نا خوښې مقدمې صرف د هاغو خلقو په ضد جوړیږي کوم چې جمهوري،بشري او آیني حقونه غواړي"

طارق افغان وایي ددغې قضیې په وړاندې وړلو دپاره اوس دوئ سره درې لیارې دي.

"یوه داچې هایي کورټ کې د نظرثانۍ درخواست جمع کړو، بل دا چې سپریم کورټ ته عریضه وکړو او دریمه دا چې فوځي عدالت کې د ادریس خټک استازیتوب وکړو. خو دا به دده کورنۍ سره د مشورې نه وروسته کیږي"

دیادو دواړو قضیو په هکله د بخښنې نړیوال تنظیم یا ایمنسټي انټرنیشنل تر څنګ نورو د بشري حقونو تنظیمونو او د پاکستان د بشري حقونو کمیسون یا ایچ آر سي پي بیانونه جاري کړي او د حکومت نه یې غوښتنه کړې چې د بشري حقونو مبارزینو ته دې د کار کولو موقعې ورکړي.