په پښتونخوا کې هم د کرونا ضد وېکسینو لګول پیل شول

Your browser doesn’t support HTML5

د ټول پاکستان په څېر نن خیبر پښتونخوا کې هم د کرونا په ضد د وېکسینو لګولو لړۍ پیل شوه. لیډي ریډنګ روغتون کې دریو تنو ته وېکسین ولګول شول او د یاد روغتون د کرونا څانګې مشر ډاکټر زبیر بهټي ډیوه ته وایي دلته به روزانه پنځوسو د صحت کارکوونکو ته وېکسین ورکول کیږي او دویم خوراک به یوشت ورځې پس بیا ورکړی کیږي.
وایي ددې څارنه د نادره له اړخه کیږي او نادره باقاعده د پیغام په ذریعه یو تن خبروي چې ده ته به کله ویکسین لګول کیږي.