منظور پشتين: پي ټي اېم د ظلم مخې ته ديوال جوړ دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي، "د پي ټي اېم درې کاله پوره کيږي پي ټي اېم د ظلم او جبر مخې ته ديوال جوړ دی، پي ټي اېم د قومي سياست د پرمختګ نوم دی پي ټي اېم د غېر قانونه وژنو (اېکسټرا جوډيشل کلنګ) په وړاندې خنډ جوړ شوی دی او پي ټي اېم پښتانه يو کړه".

نوموړي په اوومه جنورۍ په پېښور کې د ارمان لوڼي د تلين په نوم راجوړې غونډې ته په وېنا کې وويل،"په هيڅ جبر او ظلم پښتانه ټيټ نه کړی شو. هغه وويل په نورو محکومو خلکو غږ کوي چې يو شي او د ظلم خلاف ودريږي".

پشتين په خپله وېنا کې وويل ارمان لوڼی د دې خاورې يو سوچه بچی وو او دا رياست يواځې د ارمان لوڼي نه ، هر څوک چې د دې خاورې پوښتنه کوي، د بلوچ او سيندي دپاره ظالم دی. هغه وويل په ټولو غږ کوي چې يو شي او د ظلم خلاف ودريږي.

ارمان لوڼی تېر کال په دوېمه فرورۍ په لورالايي کې وژل شوی، کورنۍ او پي ټي اېم د هغه د وژنې تور په پوليس لګوي چې په ارمان يې د ټوپک په کونداغ وهلی او وژلی وو خو پوليس دغه تور ردوي.

د ارمان لوڼي خور وړانګه لوڼۍ وايي تراوسه ورته انصاف ور نه کړی شو.

پشتين وويل پي ټي اېم په افغانستان کې د جنګ مخالفت کوي، تر څو چې په افغانستان کې جنګ وي په دې ټوله سيمه کې به جنګ وي.

هغه زیاته کړه د صوبایي او مرکزي حکومت نه د سره د چا توقع نشته د دوی سره څوک هم خبره نه کوي دوی هیڅ نه شي کولی اختيار نه لري.

هغه وويل نن يې په مينځ کې علي وزیر او نور غړي نشته خو رياست ته ويل غواړي چې لارې بندوي ملګري جېلونو ته اچوي که ټول جېلونو ته اچوي يواځې منظور پشتين به دا مبارزه جاري ساتي.

منظور پشتين د پي ټي اېم د تنظيم سازۍ په اړه وويل، د پي ټي اېم تظيم سازي د چا خلاف نه ده او نه د کوم سياسي ګوندونو پرضد ده، پي ټي اېم د وطن او قام دپاره کار کوي خپل خلک راټولي او د وطن د يو والي دپاره به هر سیاسي مشر ته ځي.

د پي ټي اېم مشر وويل، "يورپ او امريکا او نور هېوادونه پاکستان ته امدادونه ورکوي او دا پاکستان خلکو ته انساني حقونه نه ورکوي، ولسونه بربادوي. دغو هېوادونو او ولسونو ته وايي چې ستاسو ټېکس دغه هېواد ته مېلاويږي کوم چې د انساني حقونو سختې سرغړونې کوي".

هغه په انګرېزۍ ژبه کې وويل "که پاکستان ته امداد ورکوي او چې پاکستان پرې د بشري حقونو سرغړونه کوي دغه هېوادونه بيا د دې سرغړونو همکار جوړيږي".

نوموړي په اخره کې وویل په نزدې وخت کې به د خپلو بنديوانو ملګرو دپاره د مزاحمت اعلان وکړي.

د پي ټي اېم د پېښور غونډې ته د ارمان لوڼي خور وړانګه لوڼۍ، محسن داوړ او نورو وېناګانې کړي دي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين چې د پاکستان په رياست او پوځ ټکونه کړي، د هغه تازه وېنا ته د حکومت او پوځ سمدستي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

خو د پاکستان پوځ او حکومت وخت په وخت د پي ټي اېم لخوا په ادارو لګول شوي تورونه رد کړي ځواب يې ورته ويلی او که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره هم کړې چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی ؤ چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.

هغه ويلي وو​"د اسلام اباد په دهرنا کې چې د دوی تر ټولو لومړۍ دهرنا وه د هغې دپاره د هند استخباراتي ادارې (را) دوی ته څومره پېسې ورکړې وې".

هغه تور پورې کړی ؤ چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي وو چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي.

خو د پي ټي اېم مشرانو بيا د پاکستان د پوځ تورونه رد کړي چې د بهر هېوادونو څخه يې پېسې اخستې او د دغو تورونو ثبوت يې غوښتی وو.

پي ټي اېم وايي د پاکستان د ائين لاندې د خپلو حقونو دپاره پرامنه مبارزه کوي.