د ژبو نړیواله ورځ: په پاکستان کې میلینونه ماشومان په مورنیو ژبو له تعلیمه محروم دي

Your browser doesn’t support HTML5

د نورې نړۍ غوندې په پاکستان کې هم نن د مورنیو ژبو نړیواله ورځ لمانځل کېږي، خو په دې هېواد کې په میلینونو ماشومان لا هم په خپلو مورنیو ژبو له زدکړې محرومه دي او هر کال د پاکستان په ټولو صوبو کې په مورنۍ ژبه د بشپړ تعلیم لپاره احتجاجي مظاهرې او سېمینارونه کېږي.
د بلوچستان تېر حکومت په مورنیو ژبو د یو مضمون ور ښوولو بِل منظور کړی وو، خو په اوسني حکومت کې د مورنیو ژبو کتابونه نه دي چاپ شوي او نه ور ښوول کېږي. د تعلیم صوبایي سیکرټري وایي هغه بِل په مورنۍ ژبه د بشپړ تعلیم نه بلکې یواځې د یوه مضمون وو.