دقاضي فائز عیسا قضیه:سپریم کورټ دبیا کتنې دخواستونو اوریدنه پېل کړې

د جسټس عمر عطاء بنديال په مشرۍ کې د سپريم کورټ لس کسيزه بينچ تير کال په شلم جون د ياد عدالت د پريکړې په ضد د وکيلانو تنظيمونو او د جسټس قاضي فاٸز عيسا د بيا کتنې د خواستونو یا عریضو اوريدنه پيل کړې ده.

دخپل وکيل دناروغتيا له امله قاضي فاٸز عيسا دري ورځې د بينچ په وړاندې پخپله دليلونه ورکړي دي.

د شورو يا چهار شنبى په ورځ قاضي فاٸز عيسا د سترعدالت څخه غوښتلي چې دعریصې اوریدنه باید دسرکاري ټى وي چينل د لارې نيغ په نيغه خلکو ته وښودل شي.

عدالت په دې معامله د مرکزي حکوت نه سپيناوى غوښتى او د خواست او ريدنه يې د راتلونکى اوونۍ د دوشنبې ورځې ته ځنډولې ده.

تير کال سپريم کورټ په برتانيه کې دپټو پنګو اؤ جائیدادونو لرلو په تور دقاضي فاٸز عيسا په ضد دقانونى ګامونو اخستو په اړه جوړه حکومتي قضیه رد کړې وه.

خو ورسره بيا دسپرپم کورټ لس کسيزه بينچ کې اوؤ قاضيانو حکومتي ادارې ايف بى ار ته دبهرنيو جائیدادونو په معامله د فاٸز عيسا د زامنو او ښځې نه د پلټنو امر کړی ؤ.

جسټس قاضي فاٸز عيسا او د وکيلانو تنظيمونه دریځ لري چې سپريم جوډيشل کونسل دهیڅ یو قاضي د کورنۍ دغړو د احتساب واک نه لري او دوئ دبياکتنې دخواستونو دلارې دستر عدالت څخه ددغه قضیې یا ریفرنس په بشپړه دول دختمولو غوښتنه کوي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې داسلام اباد د وکیلانو د اتحادیې یا بار کونسل غړي او د سپريم کورټ وکیل قمر سبزواري وويل چې سپريم کوټ يو ځل صدارتي ریفرنس په دې اساس رد کړو چې دا ناجاىزه دى نو په کوم اساس بيا هم ددغه ريفرنس دپريکړې د لارې د هغه د کورنۍ د غړو نه پلټنې جاٸز دي؟

د وکيلانو تنظيمونه دا تور هم لګوي چې دسترې محکمې جج قاضي فائز عیسا سويلين یا ولسي چارو کې دپوځ د لاس وهنې په ضد دپرېکړو کولو په سر ځورؤل کیږي.

دقانون پخوانى مرکزي وزير او د سپريم کورټ وکيل افتخار حسين ګيلاني وايي دې کې شک نشته چې د مذهبي تندروه ډلې تحريک لبيک لخوا تیرکال اسلام اباد کې دشوي احتجاجي پرلت خورولو په اړوند فيصله کې د پوځ غير دستوري کردار ته دګوتې نیول کیدو راپدیخوا فاٸز عيسا د طاقتوره ادارو هدف دی.

افتخار ګيلاني وي او ای ډيوه ته ويلي دقاضي فاٸز عيسا جرم دا دى چى هغه د ادارو په دستوري چوکاټ کې په پاتې کیدو باور لري.

دپاکستان پوځي استخباراتي ادارى ایي ايس ایي هم د تحريک لبيک داحتجاجي پرلت په اړوند د سپریم کورټ پريکړې ته دبیاکتنې خواست له سترې محکمې څخه کړی دی .

جسټس قاضي فاٸز عيسا د اړي ګړي دښکار بلوچستان صوبى سره تړاو لرونکى د سپريم کورټ يوازینی جج دى او په راتلونکي کې د هغه د مشر قاضي يا چيف جسټس جوړيدو قوي امکانات دي.

ځېنې څېړونکي په دې نظر دي چې دقاضي فائر عیسا دسترې محکمې دمشر قاضي منصب ته د رسېدو په لاه کې خنډان اچول کیږي.

دپاکستان دبشري حقونو دتنظيم ايچ ار سي پي عمومي سيکتر حارث خليق وي او ای ډيوه ته ويلي د فاٸز عيسا سره بې انصافي به منفي اغيزى ولري او دا به د پاکستان مرکزيت ته زيان رسوي.

بل اړخ ته مرکز کې واکمن تحريک انصاف ګوند د فاٸز عيسا او د وکيلانو تنظيمونو له خوا بيا دکتنې خواستونه د حکومتي دريځ ګټه بولي.

دحکومتي وزيرانو ترمخه د سپريم کورټ حکم عملي کولو لپاره ايف بي ار د فاٸز عيسا د ښځې او زامنو نه د بهرنیو اثاثو په هکله پلټنې کوي