ولسمشر غني: که ایران اوبه غواړي تېل دې راکړي

Your browser doesn’t support HTML5

افغان ولسمشر اشرف غني نن له ایران سر پر ګډه پوله پروت د افغانستان په نیمروز ولایت کې د کمال خان په نوم د اوبو د یو بند افتتاح وکړه او د پرانیستنې په مراسمو کې یې وویل چې نور به ایران ته وړیا اوبه ور نه کړي.
ولسمشر غني وایي که ایران تېل ورکوي نو بیا دې ترې د اوبو غوښتنه وکړي. د افغانستان د اوبو د انتظام د چارو ملي اداره وایي تمه لري دا بند به نهه مېګاواټه بجلي هم پیدا کړي.