قاضي بندیال: د سپریم کورټ د امر باوجود د ډېنیل پرل په وژنه تورن کسان ولې تر اوسه بندیان دي

اسلام اباد ـــ د جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ د سپريم کورټ درې کسيز بينچ د سيند حکومت لخوا د امريکني خبريال ډېنيل پرل په وژنه د تورن نړيوالې ترهګرې شبکې القاعده احمد عمر شيخ او نورو ملزمانو په ضد خواست اورېدنه پيل کړې ده.

د پنجاب صوبې حکومتي څارنوال فيصل چودري عدالت ته وويل د احمد شيخ کورنۍ په پنجاب کې مېشته ده او صوبایي حکومت د احمد شيخ په خواست باندې هغه د لاهور کوټ لکپت جېل په حدونو کې دننه د ملازمينو لپاره جوړې کالونۍ ته د وړلو پرېکړه کړې ده.

اعلى عدالت حکومت ته جېل کالونى ته د عمر شيخ د اړولو د اجازت تر څنګ په سرکاري خرچه د هغه د استوګنې او علاج باوري جوړولو ټينګار هم کړی دی.

د بينچ مشر عمر عطا بنديال اندېښنې ښودلي چې د سپريم کورټ د خوشي کولو د امر باوجود حکومت ولې تر اوسه دغه ملزمان بندي ساتي.

بينچ د کېس اورېدنه تر دوو اونیو پورې ځنډولې او د پنجاب صوبې چيف سيکرټري يا انتظامي مشر ته یې په راتلونکې اورېدنه کې د سپيناوي لپاره د حاضرېدو نوټس هم جاري کړی دی.

سږ کال د جنورۍ مياشتې په پای کې د جسټس مشير عالم په مشرۍ بل يو درې کسيزه بينچ د ډېنیل پرل د وژنې په مقدمه کې احمد عمر شيخ او د قضيي نور ملزمان بري کړي وو.

د امريکا حکومت د سپريم کورټ دا پرېکړه په نړۍ کې د ترهګرۍ نه د متاثره هرې کورنۍ سپکاوى بولي او د پاکستان په حکومت باندې ملزمان ته د سزا باوري جوړولو ټينګار کوي.

د پاکستان حکومت د ډېنیل پرل وژنه په نړيواله کچه د ترهګرۍ پېښه او په دې کې ککړ کسان نړيوال ترهګر ګڼي.

د پاکستان مرکزي حکومت د څارنوال لخوا د ملزمانو د بې درکه کېدو د ويرې له امله د عطا بنديال په مشرۍ د سپريم کورټ درې کسيز بينچ په تېره فرورۍ مياشت کې په دې شرطونو په حکومتي ولقه کې د احمد عمر شېخ د ساتلو اجازت ورکړى وو چې دى به انټرنيټ او ټيلیفون نه شي کارولى.

خو بيا اعلى عدالت د احمد عمر شيخ د کورنۍ غړو ته د سهار نه تر ماښامه د هغه سره د پاتې کېدو اجازت هم ورکړی دى.

وړاندى نه د خبريالانو تنظيمونه دریځ لري چې د احمد عمر شيخ خوشي کېدل د پاکستان د عدالتي او قانوني نظام نیمګړتیاوې په ډاګه کوي. دوی دا الزام هم لګوي چې د پاکستان رياست ډېنیل پرل قاتلان ته د سزا ورکولو په ځای د دوی پاملرنه کوي.

امريکنى خبريال ډېنیل پرل په کال ٢٠٠٢م کې د پاکستان کراچۍ ښار کې هغه وخت وژل شوی وو، چې هغه په سيند صوبه کې په مذهبي توندروۍ باندى تحقيق کولو او بيا په همدغه کال د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت د ډینیل پرل د وژنې په تور عمر شيخ ته د مرګ سزا اورولې وه.

په کال ١٩٩٩م کې هند د خپلې يوې الوتکې- چى پکې سلګونه کسان سواره وو- او د خپلو وګړو د خوشي کولو په بدل کې د جيش محمد وسلوالې ډلې مشر مسعود اظهر، احمد عمر شيخ او بل لوى ترهګر مشتاق زرګر خوشي کړي وو.