د پاکستان پي ټي اې وایي له ټیک ټاک نه یې 5 لکه د اعتراض وړ وېډیوګانې لرې کړي

Your browser doesn’t support HTML5

په ټیک ټاک باندې د پیښور هایي کورټ له اړخه بندیز دوام لري خو پي ټي اې ویلي دي دوی ددغه ایپ نه پینځو لکو پورې د اعتراض وړ ویډیوګانې لرې کړې دي، خو د پیښور هایي کورټ وکیله میرمن ساره علي خان ډیوه ته وویل ټک ټاک اوس هم په انټرنیټ موجود دی.

بل پلو ته د ټک ټاک کاروونکي وايي د اخلاقو نه پرېوتي مواد هر ویب سایټ کې موجود وي ددې دا حل نه دی چې پوره ویبسایټ دې وتړل شي.