پاکستان کې ګراني اؤ بې روزګاري نوره هم زیاتیدی شي،دایي ایم ایف رپورټ

نړیوالې مالياتي ادارې ایي اېم ایف دپاکستان د اقتصاد په هکله خپل خپور کړي رپورټ کې وړاندوینه کړې ده چې د روان مالي کال په مهال به پاکستان کې ګراني اؤ بې روزګاري نوره هم زیاته شي اؤ دګرانۍ دکچې 8.7 فیصدي ته د رسیدلو امکان دی .

تر دې وړاندې دپاکستان حکومت امکان ښودلی ؤ چې دهیواد دننه د روان مالي کال په مهال د ګرانۍ کچه به 6.5 ته رسیږي.

ایي ایم ایف وایي دپاکستان د کرنټ یا تازه اکاونټ خساره به 1.5 وي خو حکومت بیا اندازه لګولې ده چې دا خساره به 1.6 وي

په عین حال کې نړیوال بانک اندېښنه څرګندوي چي د پاکستان لپاره د ايي ایم ایف د قرضې د پروګرام د بحالېدو له امله د پاکستان دننه معاشي هلوځلو باندې منفي اغېزې کیدای شي.

څېړونکي د نړیوالې مالياتي ادارې او نړیوال بانک د راپورونو په تناظر کې وايي چې د هېواد په اقتصادي وده کې د کمى له کبله غریبي او بې روزګاري نوره هم سېوا کېدی شي.

د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف لخوا د روان مالي کال لپاره د 1.5 فيصدي اقتصادي ودې شوی اټکل څه ورځې مخکې د هېواد دمرکزى بنک د درې فيصدي ودې د اټکل برعکس دی خو د ايي ایم ایف اندازې د نړیوال بانک د تخمينو سره سمون لري چې په کې د روان مالي کال په مهال د پاکستان لپاره د 1.3 فيصدي اقتصادي ودې وړاندوینه شوې ده.

هم دا راز نړیوال بانک په خپل راپور کې وايي چې د ايي ایم ایف د پروګرام له کبله به په هېواد کې اقتصادي هلې ځلې کمزورې وي.

دنړيوال بانک رپورټ مخکې ليکي چې دپاکستان لپاره د اي ایم ایف د قرضې د پروګرام بحالي په اقتصادي هلو ځلو لنډ مهاله منفي اغېزې کولی شي او دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان دننه د کرونا وبا هم په زياتېدو ده.

نړيواله مالياتي اداره دا اټکل هم کوي چې د راتلونکي مالى کال لپاره د پاکستان د ټول قامي پېداوار یا جي ډي پي د ودې کچه څلور فيصدي او کال 2026م کې د پينځه فيصدي پورې تللې شي.

اخوا دنړیوال بانک په رپورټ کې ویل شوي چې د پاکستان په کلى والو سيمو کې 30 فيصدى ابادي د غریبۍ د کرښې نه ښکته تللې ده.

د نړیوال بانک د رپورټ ترمخه په پاکستان کې د کرونا وبا له کبله د خوراک د عدم تحفظ ښکار ابادۍ کې هم درې چنده اضافه شوې او دا کچه د دریوؤ نه لس فيصدى ته سېوا شوې ده.

مطبوعات وايي چې د نړیوال بانک رپورټ د پاکستان په اقتدار ناست خلک هم اندېښمن کړي دي او اېکسپرېس ټربيون اخبار د مرکزى کابينې د سرچينو له خولې ليکي چې راتلونکې څو مياشتې د هېواد دمعشيت دپاره د هنګامو ډکې تابیتیدی شي.

څېړونکي وايي که حکومت د ايي ایم ایف د قرضې پروګرام نافذ کوي نو دې سره په ګرانۍ او غریبۍ کې نوره اضافه راتللې شي او که نه یې کوي نو په نړيواله ورورولۍ کې خپل اعتبار بایلي.

د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر شاهد حسن صديقي ډيوه ته وايي د پي ټي ایي د واکمنۍ پر مهال د اقتصاد په وده کې د کمى علت ټول په ټوله په کرونا وبا نه شي اچول کېدی.

هغه وايي د حکومت په لمړي کال جون 2019 کې د اقتصادي ودې کچه 1.9 فيصدى وه او هغه وخت لا وبا نه وه راغلې.

هغه بيا وايي که د پاکستان د اقتصادي ودې کچه هم دغه شان کمه پاتې کېږي نو غريبي او بې روزګاري به نوره هم سېوا شي او د شتمن او غريب ترمنځ توپیر به لا ورپسې زيات شي.

اخوا په اسلام اباد کې د ډان ورځپاڼې د اقتصادي چارو خبریال خليق کياني وايي د ايي ایم ایف او نړیوال بانک راپورونه د يو بل سره تړلې دي او دوئ چې تېر کال د هېواد د اقتصاد په اړه کوم اټکلونه کړي وؤ په هغې هم لا ولاړ دي.

هغه وي او ای ډیوه ته ویلي نړیوال بانک په خپل راپور کې ویلي د پاکستان حکومت چې په تېرو شلو کالو کې د غربت د ختمولو لړ کې کومې لاس ته راوړنې کړې وې هغه هم په دې تېر کال نيم کې پشا تللې دي.

د نړیوال بانک ترمخه د کرونا وبا له کبله تېر مالي کال کې په غربت کې په امکاني توګه 2.3 فيصدى اضافه شوې او نور 58 لکه خلک د غريبۍ په جال کې نښتې دي.

دې سره سم ايي ایم ایف هم په خپل ورلډ اکنامک اوټ لوک رپورټ کې وايي چې سږکال په پاکستان کې بې روزګاري 4.8 فيصده او دګراني دکچې 8.7 فيصدي پاتې کېدو امکان دی