ملګري ملتونه: د پوځ په ګډون د پاکستان لوړه طبقه د هېواد 17.4 اربه مراعات اخلي

واشنګټن ـــ ملګري ملتونه وایي د پاکستان طاقتورې طبقې ته ورکړل شوي مراعات د دې هېواد د ټول اقتصاد شپږ فيصده برخه جوړېږي چې 17.4 اربه ډالره ده. رپورټ وايي وايي په دغه طبقه کې لوی جاګيرداران، کاروباريان، سياستوال او پوځ شامل دی.

په پاکستان کې د نابرابرۍ په اړه د قومي بشري پرمختیا په نامه د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې یو این ډي پي رپورټ وايي دا طاقتوره طبقه د خپل استحقاق او اثر رسوخ په کارولو سره د خپلې برخې نه زيات مراعات او وسایل تر لاسه کوي.

د یو این ډي پي په رپوټ کې ویل شوي چې د دې استحقاق تر ټولو زیاته ګټه پورته کوونکي د هېواد کارپورېټ اړخ دی چې په ټیکسونو کې د رعایت، په پیداوار د کم لګښت او زیاتې ګټې او د دې تر څنګ وسایلو او پیسو ته د لاسرسي فایدې تر لاسه کوي.

ملګري ملتونه رپوټ وایي د پاکستان پوځ‌ په هېواد کې تر ټولو ستره کاروباري اداره ده چې وایي نه یواځې په ښاري سیمو کې د ریل سټېټ په کاروبار بوخته ده بلکې په سرکاري پروژو کې هم پراخه برخه لري.

رپوټ وایي په دویم او درېیم نمبر تر ټولو زیاته ګټه تر لاسه کوونکو کې د هېواد لوی زمینداران او یو فیصده شتمنه طبقه شامله ده، چې وايي په شریکه د هېواد نهه فیصده سرمایه لري. دا طبقه د ټولې ابادۍ 1.1 فیصده برخه جوړېږي.

د اقتصادي چارو څېړونکی حفیظ پاشا وایي په ټولنه کې انصاف او مساوات کم دی او د دې وجه دا ده چې طاقتوره طبقې زیات مراعات تر لاسه کوي. ښاغلي پاشا وي او اې ډیوه ته وویل:

"د پاکستان یو فيصد غټ جاګيرداران د هېواد د 22 فيصده کرل کېدونکې مځکه لري او د دوی کالنی آمدن 1,000 اربه روپۍ دی او دوی په خپل آمدن په ډېره ګرانه 2 اربه روپۍ ټیکس ورکوي".

د یو این ډي پي مرستیاله او سیمه ییزې مشرې کېني وګنراجا د پاکستان له وزیراعظم عمران خان او د هغه د خارجه چارو او پلان جوړولو د وزیرانو په ګډون د کابینې له غړو سره د دې رپوټ پر انکشافاتو دوې اوونۍ آنلاین خبرې کړې دي.

مېرمن کېني وګنراجا الجزیره نیوز ته په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، پاکستاني چارواکو د یو این ډي پي رپوټ سم بللی او ژمنه یې کړې چې په دې اړه به کار وکړي:

"زه هیله لرم یوه کلکه اراده شته چې شیانو ته کتنه وکړي لکه د ټیکس او سبسیډي [مالي مرستې] اوسنۍ پالیسۍ ته او مځکې او سرمایې ته د رسایۍ جایزه واخلي".

په پېښور پوهنتون کې د اقتصادي چارو استاد زلاکت خان وایي، تاریخ ښیي چې په يو هېواد کې د شتمن او غريب تر منځ فرق زيات شي نو هغه ملک د ټولنيز اړي ګړي ښکار کېږي:

"یوه ورځ‌ به راځي چې دا عام خلک به د لوړې طبقې [اشرافو] په ضد را پاڅي او وبه وایي چې نور صبر بس دی او د خپل حق لپاره به خانه جنګي او کوشش شروع کړي".

د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې رپوټ وایي، د پاکستان کارپورېټ او لوی زمینداران په پارلمان کې هم زیاته نمایندګي لري او د زیاترو سیاسي ډلو غړي یا خو له زمیندارې طبقې یا له اشرافیې سره تړاو لري، وایي دوی داسې یو تضاد جوړ کړی چې څوک مراعات ورکوي جېبونو ته یې اچوي.

رپوټ په پاکستان کې د ژورې نابرابرۍ په اړه شمېرې ورکوي او وایي په 2018-19م کلونو کې یو فیصده طبقې نهه فیصده آمدن درلود چې وایي‌ ۳۱۴ اربه ډالره جوړېږي او په دې کې یو فیصده غریبې طبقې 0.15 فیصده برخه لرله.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې سیمه ییز استازی وایي، غریب او شتمن پاکستانیان په دوو بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي او د دوی د خواندګۍ کچه، د روغتیا حالت او د ژوند معیار له یو بله ډېر جلا دي.