د کوټې د پرونۍ چاودنې هدف چینایي پلاوی وو خو عام خلک پکې و وژل شول

Your browser doesn’t support HTML5

د کوټې په پرونۍ چاودنه کې پینځه تنه وژل شوي او یوولس ټپیان دي. پاکستاني طالبانو یې ذمه واري منلې او وایي د برید مقصد یې په سرینا هوټل کې د ځایي او بهرنیو چارواکو غونډه په نخښه کول وو. چین وایي په پېښه کې هیڅ چینایي وګړي ته زیان نه دی رسېدلی.