پښتونخوا حکومت د پولیو منکرینو په شناختي کارډونو او سفر بندیزونه لګوي

Your browser doesn’t support HTML5

د پښتونخوا د پولیو د مخنیوي اداره وایي، پر دې غور کوي چې په راتلونکي کې د هغو کسانو شناختي کارډونه او ډومیسایلونه بند کړي او سفري بندیزونه ورباندې ولګوي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو له څاڅکو ورکولو انکار کوي.
که څه هم سږ کال تر تېر کال په دې صوبه کې د پولیو کمې پېښې رپوټ شوې دي خو د خلکو د انکار له وجې مسلسل د چاپېریال په اوبو کې د پولیو وایرس را برسېره کېږي.