د جنوبي وزیرستان پرلتوال: حکومتي چارواکو د دوو ځوانانو د وژنې په پېښه بخښنه غوښتې

Your browser doesn’t support HTML5

د جنوبي وزیرستان د دوو تنکيو هلکانو د وژنې پر ضد احتجاجي پرلت کوونکي مشران وايي حکومت ورسره غوښتنې ومنلې، د مړو سره احتجاجي پرلت ختم کړو او مړي هم خاورو ته وسپارل.

د جنوبي وزیرستان په مکين کې د روان احتجاجي پرلت مشر رحمت شاه مسيد وايي د پېښې مقدمه چې د ذمه وارو کسانو پرضد درج شوې دوی ته کاپي ترلاسه شوې، حکومتي چارواکو ترې په دغه پېښه د دوی نه بخښنه غوښتې او ننواتې يې کړې.