اېشیایي امریکایانو د ځانونو د دفاع لپاره روزنیز کلاسونه پیل کړي دي

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکې په لاس اینجلس ښار کې د اېشیايي امریکایانو او د هغوی د ملګرو یوې ټولنې د خپل ځان د دفاع دپاره وړیا تربیتي کلاسونه شروع کړي. دغه رضاکاران طمع لري خلکو ته به په امریکا کې د اېشیايي امریکایانو پرضد د زیاتېدونکي تشدد نه د ځان د دفاع طریقې ور زده کړي.