د روغتیایي چارو کار پوهان وايي په خېبر پښتونخوا کې د کرونا وبا دڅلورمې څپې مخې نيولو دپاره پکار ده چې زيات نه زيات خلک د کرونا ضد ويکسين ولګوي.
حکومتي چارواکي وايي د روان کال دسمبر پورې پلان لري چې تر ډيره حده خلکو ته ويکسين ورسول شوي.
د خېبر پښتونخوا د ځوانانو ډاکټرانو د تنظيم وياند ډاکټر احمد زیب وائي که خېبر پښتونخوا کې د روزانه په حساب پينځه اويا زرو تنانو ته د کرونا ضد ويکسين لګول کيږي نو په دغه صورت کې بيا دڅلورمې څپې مخه نيول کېدی شي.
وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي د ویکسین لګولو دا لړۍ د اکتوبر مياشت پورې هم دغسې روانه ساتل پکار ده خو موجوده وخت کې د روزانه په حساب د ويکسين لګولو کچه کمه ده په داسې حال کې د څلورمې څپې مخه نيول ګران ښکاري.
د خېبر پښتونخوا دعامې روغتیا دڅانګې مشر یا ډایریکټر او د کرونا دپاره حکومتي وياند ډاکټر اکرام الله وايي په شروع کې د ويکسين لګولو د روزانه په حساب شرحه کمه وه خو دغه کچه اوس زياته شوې او خلک زیات شمېر ویکسین لګوي.
اکرام الله وويل تراوسه خېبر پښتونخوا کې د پينځه نيمو لکو نه زياتو کسانو ويکسين لګولي دي او دوئ د موبائيل ګاډو ترڅنګ د ويکسين لګولو مرکزونه هم زیات کړي دي.
دهغه په وینا په وړومبیو ورځو کې د روزانه په حساب د ويکسين لګولو هدف دوه زره ؤ، بيا شل زره شو او اوس اووه ديرش زره ته رسيدلی کوم چې به د ويکسين ترلاسه کيدو په صورت کې د روزانه په حساب هدف هم زياتيږي.
د نيويارک ټائمز ورځ پاڼې د ويکسين لګولو نوملړ کې پاکستان د نورو هېوادونو په پرتله ډير روستو پاتې دی.
دپاکستان ګاونډي هېوادونه، هند، ايران،بنګله ديش او چين د ويکسين لګولو شرحه کې د پاکستان نه وړاندې ښودل شوي دي.
د ورځ پاڼې ترمخه پاکستان کې يو اعشاريه اته فيصده خلکو ته ويکسين لګيدلي او افغانستان کې دغه شمېره يو اعشاريه درې فيصده ده۔
دصحت چارو کارپوهان وايي دکرونا وبا مخې نيولو دپاره دقوت مدافعت زیاتولو دپاره ضروري ده چې اويا فيصده خلک ويکسين ولګوي خو په پاکستان کې د ويکسين لګولو موجوده کچه ډيره ټيټه ده۔
پاکستان کې د روزانه په حساب دوه لکه خلکو ته ويکسين لګول کيږي او په راتلونکې کې دا پينځوؤ لکو ته د رسېدو امکان لري.