دایمازون دپلورونکو نوملړ ته دپاکستان ننوتل به دې هیواد ته څه ګټې ولري؟

دتجارت او سرمایه کارۍ دپاره دپاکستان د وزیراعظم سلاکار عبدالرزاق داؤد دیوه ټویټ د لارې اعلان کړی چې د شیانو خرڅولو او اخستلو تر ټولو لویې نړیوالې کمپنۍ ایمازون د پاکستان نوم خپل دشیانو خرڅونکو په نوم لړ کې اچولی دی.

عبدالرزاق داؤد دا دحکومت یوه لویه کامیابي ګرځولې او ویلي یې دي د دې فرصت څخه به ځوانانو ته پراخې موقعې ترلاسه شي.

د ایمازون انټرنیشنل سیلر سروسز مرستیال صدر ایرک بروسارډ د یوه بیان د لارې ویلي اوس به پاکستاني سوداګر پر ایمازون شیان خرځولی او د ټولې نړۍ د اخستونکو سره په رابطو کې مرسته کولی شي.

د پاکستان دنوم په دغه نوملړ کې اچول کیدو څخه به د پاکستان اي کامرس ته څه ګټه ترلاسه شي؟ په دې اړه د خپلې ویب پاڼې د لارې دمختلفو شیانو پلورونکی سوداګر باسل خان ډیوه سره خبرو کې وایي ددې څخه وړاندې د خلکو د پاره د پاکستان څخه خپل شیان د نړۍ تر ټولو لویې ویب پاڼه ایمازون باندې د دریمان پرته مخامخ خرځول ممکنه نه وؤ.

هغه وایي دا خبره د پاکستان د پرمختګ او اي کامرس د څانګې د ښیګړې د پاره ډیر مهم کردار لوبولی شي خو د دې د پاره به ډیر کار کول وي.

هغه وویل پر ایمازون کاروبار کوونکو ته به په دې خبره ځان پوهول وي چې دوئ ته به خپل فکر او د کاروبار کولو په طریقه کې بدلون راوستل وي.

پاکستان تر کال ۲۰۱۳ پورې د ایمازون د سیلرز د نوملړ برخه ؤ خو د څه عناصرو له اړخه د ایمازون نظام ته د دهوکې ورکولو د هڅو او نورو اسبابو له امله پر پاکستانې کمپنیو د بې باورۍ له سببه د پاکستان نوم د دغه نوملړ څخه ویستل شوی ؤ.

اقتصاد پوهه پروفیسر ذلاکت خان هم دا د پاکستانې سوداګرو پاره یوه لویه موقعه ګرځوي خو ډیوه ته دا هم وايی "پاکستانې سوداګرو او حکومت ته به د شیانو دمعیار اړخ ته ډیر زیات پام راګرځول وي او دا خبره به باورې کولو وي چې په معیار کې کمی رانه وستل شي"

نوموړی وایي که چرې دشیانو معیار وغورځول شو نو دغه لویې پلیټ فارم یوځل بیا د پاکسانې سوداګره د لاسه وتلی شي.

په کال ۱۹۹۴ کې دجیف بیزوس په ګیراج کې د کتابونو څخه شورو شوې کمپني ایمازون دا وخت د نړۍ تر ټولو ستره دمختلفو شیانو دخرڅولو او اخستلو د اربونو ډالرو کمپني ده چې ترې په ټوله نړې کې د ۳۰ کروړو څخه زیات شیان اخستل کیږي.

په دغه سیلرز لسټ کې ۱۰۴ هیوادونه دي چې پکې د جنوبي اسیا هندوستان، بنګله دیش، نیپال او سري لنکا د وړاندې څخه شامل دي او سوداګر یې خپل شیان د ایمازون پر ویب پاڼه خرڅوي.