داندازو برعکس روان مالي کال کې دپاکستان داقتصاد کچه په بره تللې ده

راپورونه وايي چې د حکومت او مالياتي ادارو د اندازو برعکس روان مالي کال کې د پاکستان د اقتصادي پرمختګ کچه 3.94 فيصدى پاتې شوې ده چې د تېر مالي کال د 0.47 فيصدي په مقابله کې ښکاره اضافه ده.

د جمعې په ورځ دمنصوبه بندۍ د سکرټري په مشرۍ کې شوې د نېشنل اکاونټس کمېټۍ غونډې ته ویل شوي چې سږکال د هېواد داقتصاد په دريوؤ څانګو زراعت، صنعت او خدماتو کې پرله پسې وده ریکارډ کړی شوې ده.

د پاکستان د حکومت لخوا د روان مالي کال لپاره چې په جون مياشت کې سرته رسېږي د معاشي ترقۍ هدف 2.1 فيصدي ټاکل شوی ؤ او هم دا راز دهیواد مرکزي بانک د اقتصادي ترقۍ د ودې تخمينه درې فيصدي لګولې وه.

ددې سره نړیوالو مالياتي ادارو ايي ایم ایف او نړیوال بېنک د روان مالي کال لپاره د پاکستان د اقتصادي ودې شرحه پرله پسې دوه فيصدي او 1.5 فيصدي ټاکلې وه.

دنیشنل اکاونټس کمېټۍ غونډې ته ویل شوي چې روان مالي کال کې د کرکيلې، صنعت او خدماتو په څانګو کې پرله پسې 2.77 فيصدي، 3.57 فيصدي او 4.43 فيصدي وده ریکارډ کړی شوې ده.

د جمعې په ورځ د پاکستان وزيراعظم عمران خان په يو ټويټ کې ويلي چې د اقتصادي ودې دا شرحه په کرونا وبا د قابو موندلو په ترڅ کې ترلاسه شوې ده او دا د حکومتي تګ لارو عکاسي کوي.

د سرکاري اعلامیې ترمخه د کال 2020-21 په مهال د هېواد د جي ډي پي حجم 477 کهربه او نهه ارب روپۍ پاتې شوی او تېر مالي کال دا حجم 415 کهربه، 55 اربه او 60 کروړه روپۍ ؤ چې 14.8فیصدي اضافه ښيي.

د هیواد دخزانې پخواني وزیر او اقتصاد پوهه حفيظ پاشا ډيوه ته وايي د ټول ملک امدن چې ورته ګروس نېشنل انکم ویل کېږي د 7 فيصدي کچې سره ترقي کړې ده او دا په تېرو اتلسو کلونو کې تر ټولو تېزه اضافه ده.

هغه وايي که څه هم د بجلۍ او ګېس په پېداوار کې 22 فيصدي کمی راغلی خو بیا هم که وکتل شي نو د هېواد صنعتي شعبه کې نهه نيم فيصدي اضافه شوې ده او د صنعتونو کارکردګۍ کې 30 فيصدى غوره والې راغلی دی.

د سرکاري شمېرو له مخې ددې تر څنګ د کال 2020-21 په مهال سړي سر یا دیو تن پسر امدن کې هم 13.4 فيصدي اضافه شوې ده

سږ کال سړي سر امدن 1543 ډالره ته رسېدلی دی او تېر مالي کال دا 1361 ډالره ؤ.

د پرمختیا او منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر وايي چې په جي ډي پي کې د ودې او د ډالر په مقابل کې د روپۍ د پياوړتيا له کبله د سړي سر امدن کې اضافه شوې ده.

هغه وايي د هېواد په جي ډي پي کې په يو داسې وخت کې اضافه شوې چې کرونا وایروس د هېواد اقتصاد ته لويې چېلنج ودرولی ؤ او وايي دا دحکومت د معاشي پاليسيو ثبوت دی.

اخوا اقتصاد پوه ډاکټر سلمان شاه ډيوه ته وايي دا وده په دې وروستیو کې د حکومت لخوا د معاشي اصلاحاتو، د کرونا او تعميراتي څانګه کې د اقتصادي پېکجز د معرفي کېدو له امله ممکنه شوې ده.

نوموړي ډیوه سره خبرو کې ویلي که وکتل شي نو د هېواد په دې اقتصادي وده کې ټولې شعبې لاس لري. د زراعتو او خدماتو څانګو کې هم ښه وده شوې ده. دې سره به د هېواد په اقتصاد د بهرنيو پانګو اچونکو اعتماد بحال شي او په بې روزګارۍ کې به هم کمی راشي.

شمېرې ښيي چې روان مالي کال کې د کرکروندې په څانګه کې 2.77 فيصدي اضافه شوې ده چې تېر مالي کال 2020-19 کې 3.31 فيصدي وه.

دا شان په صنعتي څانګه کې هم په مجموعي ډول 3.57 فيصدي اضافه ریکارډ شوې ده چې تېر مالي کال کې پکې 3.77 منفي وده شوې وه.

د سرکاري شمېرو له مخې د هېواد په تعميراتي هلو ځلو کې هم 8.34 فيصدي اضافه شوې ده. او دې سره د عارضي اندازو ترمخه د خدماتو په څانګه کې 4.43 فيصدي ترقي شوې ده.