پاکستان کې تړل شوې تعلیمي ادارې دګل د ورځې نه بیا پرانستل کیږي

پاکستان کښې دکرونا وایرس دخوریدو له امله تړل شوې ټولې تعلیمي ادارې یو ځل بیا سبا دګل د ورځې نه پرانستل کیږي خو دسندهـ صوبايي حکومت وایې تراوسه یې د تعلیمي ادارو پرانستو فیصله نه ده کړې .

قامي اسمبلی کښې د مخالفو ډلو مشر شهباز شریف وایي تراوسه د پاکستان دټولې ابادۍ ابادې 1.1 فیصدي خلکو ته کرونا ضد ویکسین لګول شوې دي اؤ ولس نه یې غوښتنه کړې ده چې د ویکسین پرضد منفي پروپیګڼدو باندې باید باور ونکړي.

د سندهـ صوبې دتعلیم وزیر سعید غني وئیلي دي تراوسه دې صوبه کښې د تعلیمي ادارو بیا پرانستو فیصله نه ده شوې اؤ په دې هکله به فیصله صوبايي حکومت زر وکړي.

د سندهـ صوبې اعلا وزیر مراد علي شاه وئیلي دي دغه صوبه کښې خلکو ډیر کم ویکسین لګولې دي اؤ که چرې تعلیمي ادراې سردوباره پرانستل کیږي نو په استادانو اؤ نورې عملې به لازم وي چې کرونا ضد ویکسین ولګوي.

هغه زیاته کړې که چېرې یو دوکاندار خپل دوکان پرانستل غواړي نو دا ثبوت به ورکوي چې هغه کرونا ضد ویکسین لګولي دي.

د سندهـ صوبې نه پرته سبا د ګل په ورځ ګرد هیواد کښې ټولې تعلیمي ادراې یو ځل بیا پرانستل کیږي.

وړاندې حکومت اعلان کړی ؤ چې په کومو ښارونو کښې د کرونا دمریضانو کچه د پنځه فیصدي نه کمه وي، هلته به د تعليمي‌ادارو پرانستو اجازه وي خو اوس حکومت دعوه کړې ده چې ګرد پاکستان کښې د کرونا مریضانو شرحه څلور فیصدي نه راټیټه شوې ده.

د پنجاب صوبې دصحت وزیره یاسمین راشد وایي دکرونا ناروغان په کمیدو دي خو اوس هم د پنجاب دوؤ ښارونو خانیوال کښې د مریضانو شرحه اته فیصدي اؤ وهاړي کښې لس فیصدي ده.

یاسمین راشد ولس ته دا خبرداری هم ورکړی چې د کرونا وایرس خوریدو مخنیوي د پاره د حکومت لخوا لګول شوې بندیزونه لا ختم شوي نه دي.

قامي اسمبلې کښې د مخالفو ډلو مشر شهباز شریف په ټويټر لیکلې دي تراوسه د هیواد یو اعشاریه یو فیصدي خلکو ته د کرونا وایرس دمخنیوي ویکسین لګول شوي دي.

هغه خپل یو بیان کې په ولس غږ کړی چې د کرونا ویکسین پرضد کېدونکو منفي پروپیګڼدو باندې غوږ ونه ګروي اؤ زر تر زره باید ویکسین ولګوي.

شهباز شریف په حکومت نیوکه کړې چې په ميډیا یې ټول کنټرول ترلاسه کړی دی خو د کرونا ویکسین پرضد د روان منفي کمپاین په مخینوي کې ناکام شوی دی.

په عین حال کې روغتیایي چارو د پاره د وزیراعظم ځانګړي معاون ډاکټر فیصل سلطان دعوه کړې ده چې پاکستان د هغه دیرشتو هېوادنو نوملړ کښې شامل دی کومو کې چې خلکو ته ترټولو زیات ویکسین لګول شوي دي.

ډاکټر سلطان دا هم مني چې تراوسه دلته دوه ویشت لکه خلکو ته د کرونا مکمل ویکسینیشن شوی دی.

دوه ویشت لکه دپاکستان دټولې ابادۍ دوه فیصدي برخې نه هم کم جوړیږي اؤ د صحت دنړيوالې ادارې د وینا له مخې یو هیواد هم ترهغه وخت پورې په کرونا د قابو موندلو دعوه نه شي کولی ترڅو چې یې دخپلې ټولې ابادۍ اویا فیصدي خلکو ته کرونا ضد ویکسین نه وي لګولي.