د پښتونخوا په مردان ضلع کې د «موخې» روایتي لوبې سیالۍ پیل شوې دي

Your browser doesn’t support HTML5

د روایتي او کلتوري لوبې «موخې» شل ورځنۍ مقابلې د مردان په کاټلنګ سیمه کې شروع شوې دي. په دغو لوبو کې د خیبر پښتونخوا د مختلفو ضلعو او پنجاب صوبې د اټک ضلعې لوبډلې هم برخه اخلي.
پوهان وایي د داسې روایتي لوبو د مرستې او ملاتړ ته اړتیا ده او بايد حکومت دا لوبه د روایتي لوبو په کیلنډر کې شامله کړي، صوبايي حکومت وايي هڅې کوي چې دغو کلتوري لوبو ته دوام ورکړي او دا د صوبې نورو برخو ته پراخې کړي. نور تفصیل د وي او اې ډیوه د خبریال ریاض حسېن په رپوټ کې: