په اماراتو کې پاکستانۍ قونصلګرۍ د مسافرو د مسلو هوارولو دپاره موبايل اېپ جوړ کړی

په متحده عرب اماراتو کې د پاکستان قونصلګرۍ يو موبايل اېپ جوړ کړی اوس خلک کولی شي چې د دغه اېپ د لارې خپلې مسلې نېغ په نېغه د قونصلګرۍ سره شريکې کړي.

ويل شوي د دغه اېپ د لارې د اسنادو يا کاغذونو تصديق، د ويزې په اړه مالومات، شناختي کارډ جوړول او د مړي يا جسد پاکستان ته وړولو په اړه مالومات ترلاسه کېدی شي.

په دوبۍ د نوي اېپ د پرانستې په موقع د پاکستان قونصل جرنل احمد امجد علي ويلي د دې اېپ جوړېدو سره به خلک قونصلګرۍ ته د تلو نه وړاندې وخت اخلي او په اسانۍ سره به يې ټول کار کيږي.

هغه ويلي که چاته د نوکرۍ دپاره خط يا جاب لېټر ترلاسه شوی وي هغه کولی شي چې د دې اېپ د لارې يې تصديق وکړي، او د ويزو په تړاو مسلې به ورته هم په ګوته کولی شي.

سهيل منير نومې پاکستانی وايي دوی به قونصلګرۍ ته په تلو کې د سخت مشکل سره مخ وو زياتره به خلک لاړه او بيرته به هم داسې راغله وخت به يې ضايع شو.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه ويل په خپله د پاسپورټ نوي کولو له تللی خو قونصلګري بنده وه، هغه د موبايل اېپ جوړول ستايي چې اوس به اول خلک مالومات کوي او بيا قونصلګرۍ ته ځي.

يو بل مسافر رستم چې په يوه کمپنۍ کې ګاډی چلوي وي او اې ډیوه ته يې وويل د پاسپورټونو دپاره يې اکثره کسان قونصلګرۍ ته وړل او هلته به يې بيا ډېر وخت لګېدو اوس به منېجر اول وخت اخلي او بيا به ځي نو د ډېر کړاو نه به بچ کيږي.