واشنګټن - د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح هغه ټویټ سخت غبرګونونه راپارولي په کوم کې چې هغه لیکلي، مونږ د 1971 کال په څېر هند ته د پاکستاني سرتیرو د تسلیمۍ انځور نه لرو.
ښاغلي صالح د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په دې اړه ټویټ کې لیکلي:
"مونږ په خپل تاریخ کې دومره ننګین سند نه لرو او نه به یې ولرو. هو ما تېره ورځ هغه مهال یوه شېبه ټکان وخوړ کله چې د سر لپاسه راکټ تېر شو او څو متره لېرې ولګېد. د پاکستان د ټویټر ښاغلو بریدګرو، طالبان او ترهګر به ددې انځور نه د جوړ درد علاج و نه کړي. نورې لارې ومومئ."
We don%27t have such a picture in our history and won%27t ever have. Yes, yesterday I flinched for a friction of a second as a rocket flew above & landed few meters away. Dear Pak twitter attackers, Talibn & terrorism won%27t heal the trauma of this picture. Find other ways. pic.twitter.com/lwm6UyVpoh
— Amrullah Saleh (@AmrullahSaleh2) July 21, 2021
نوموړي دغه ټویټ په پاکستان کې په سلګونو هغو ټویټونو ته په ځواب کې لیکلی چې په اختر په لمانځه کې د راکټ لګېدو پر وخت د ښاغلي صالح لخوا د فطرتي ټکان خوړلو پورې خندا شوې.
ښاغلي امرالله صالح په خپلې فیسبوک پاڼې باندې لیکلي دي چې، په زرګونو پاکستاني فعالانو د طالبانو په پرمختګ خوشحالي کړې ده چې له همدې امله مې دغه تصویر پر خپل ټویټر خپور کړ.
د 1971 کال په دې تصویر کې د نیازي په نوم پاکستاني جنرال هندوستان ته د تسلیمۍ رسمي سند لاسلیک کوي چې له مخې یې 93000 پاکستاني سرتیري هند ته تسلیمیږي.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف که څه هم د ښاغلي صالح نوم نه دی یاد کړی خو په همدې ورځ یې په خپل ټویټر باندې لیکلي، ځینې جګ پوړي افغان چارواکي په دوامداره توګه هڅه کوي په خپلو څرګندونو سره د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې خرابې کړي.
"په کابل کې د ځینو تخریبونکو لخوا د ترخو نیوکو او دروغجنو بیانونو له امله چې له بده مرغه زمونږ په افغان ورونو او خویندو باندې تپل شوي دي، په دوامداره توګه هڅه کوي چې دوه اړخیزې اړیکې خرابې کړي تر څو یې له خپلو ناکامیو څخه د خلکو پام واړوي."
ښاغلي یوسف دا هم لیکلي، چې "پاکستان د افغانستان همه شموله سیاسي جوړجاړي ته ژمن دی. په دې برخه کې لومړي وزیر عمران خان په دې وروستیو کې منلې ده چې له ولسمشر غني سره وویني تر څو په دې برخه کې کار ته دوام ورکړل شي."
Vitriolic & delusional statements from some spoilers in Kabul who, unfortunately for our Afghan brothers and sisters, are imposed on them as their senior officials & are constantly attempting to vitiate bilateral relations on purpose to deflect attention from their own failures.
— Moeed W. Yusuf (@YusufMoeed) July 22, 2021
خو ښاغلي صالح وړاندې لیکلي،له پرون راهیسې د پاکستان پخوانیو وزیرانو، پانګه والو د یوه خصوصي بانک خاوند چې په امریکا کې یې زده کړې کړي، مشهورو خبریالانو او د مدني ټولنې غړو ټولو راته لیکلي چې منتظر واوسه چې مړی دې د برق په پایه ځوړند ووینو .
هغه ویلي، یوه لیکلي طالبانو د پاکستان د ریښتینو دوستانو په توګه تاسو ته یوځل د عبرت درس درکړ او نجیب یې د برق پر پایه وځړاوه.
امرالله صالح لیکلي، لطفا زما ټویټر ته سر ورښکاره کړئ چې درته معلومه شي پاکستان څومره ددې خاورې او افغانانو پر ضد د غچ او غصې حس لري .
هغه زیاتوي، که څوک په دې اړه معمولي شک هم لري په یقین به بدل شي. یوه پاکستاني فعال چې په امریکا کې یې دکتورا (پي اچ ډي) کړې ده لیکلي، طالب ته مو روزنه ورکړه چې تاسو او ستاسو نظام له خاورې سره خاورې کړي ترڅو د افغان په نوم په خپل ګاونډ کې کوم نمک حرام ونه لرو.
صالح لیکلي، څومره چې مو پر وړاندې د دښمن نیت او څیره روښانه کیږي هغومره مونږ ته پکار ده چې خپل هوډ غښتلی کړو.
د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح زیاته کړې، طالب رسوا او ناکامیږي یواځې د وخت واټن په منځ کې دی.