په داسې حال کې چې په پاکستان افغانستان کې دطالبانو د مرستې تورونه لګي او چين خطر لري چي دايسټ ترکستان مومنټ په شان ډلې دسيکنيانګ صوبې مسلمان اکثريتي سیمو کې مذهبي تندلاریتوب زیاتولی شي،څېړونکي وایي پاکستان د پاره به ګرانه وي چې يو خوا دافغان طالبانو مرسته وکړي او بلخوا دچين په څېر ګاونډي هېواد هم رضا وساتي.
څيړونکي وايي پاکستان د افغان طالبانو د لارې په افغانستان کې د هند داثر کمولو او د خپل پلوي حکومت راتلو هڅې کوي خو ورسره بيا ددغسې وسله والو داثر زياتيدو سره د افغانستان ګاونډي هېوادونه او په خاصه توګه چين دپاره مشکلات زياتولی شي.
د عبدالولي خان پوهنتون دنړيوالو اړيکو دڅانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وایي دپاکستان په افغانستان کې يو تاريخي رول پاتې شوی چې مطلب يي د افغان طالبانو مرسته کول دي، او نه ښکاري چې پاکستان زر د افغانستان په اړه خپله تګ لاره بدله کړي چې له امله به یې د چين په څېر هېواد سره اړېکې توله ساتل ګرانه شي.
د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري وایي، په 14مه جولایي د بر کوهستان په داسو ضلعه کې پر چینایي انجینېرانو د برید شواهد موندل شوي او د پېښې له ځایه بارود تر لاسه شوي چې وایي امکان لري دا به د ترهګرۍ پېښه وي.
دغه بريد کې چينائي انجنیران او پاکستاني ساتونکي وژل شوي وؤ ،د بريد ذمه واري کوم وسله والو تنظيم په غاړه نه وه اخستې خو د چين خارجه چارو وزارت ددغه پېښې د پلټنو غوښتنه کړي وه.
په چينائي مطبوعاتو کې دغه يو ترهګر بريد ياد کړی شوی ؤ،
د بريد روسته دپاکستان دخارجه چارو وزير شاه محمود قريشي هم د چين په سفر تلی ؤ.
څيړونکی او خبريال حق نواز وايي په وروستیو کې دچين او پاکستان اړيکې سړې شوي دي او ددې اړیکو بيا ښه کولو د پاره به پاکستان ته په خپلو پالسيو سر دوباره غور کول وي.
بلخوا داسلام اباد اسلامک پوهنتون د نړيوالو اړيکو دڅانګې مشر ډاکټر منظور اپريدي وي او ای ډیوه ته ویلي د افغان طالبانو او امريکه ترمينځه په دوحه کې شوي تړون کې لیکل شوي چې افغان طالبان به چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ضد وکاروي.
هغه وایي چين سره هم ښکاري چې داسې کومې معاهدې شوي وي چې د افغان طالبانو د اثر زياتيدو سره به هغه ډلو ته چې دچين په ضد دي دکارروايو اجازه ورنه کړل شي.
څيړونکي وايي افغان طالبان د روس، ايران او چين دسفرونو دلارې ګاونډي هېوادونو ته دا باور ورکول غواړي چې د وړاندې په پرتله د دوئ په تګ لارو او ګاونډي هېوادونو سره په اړيکو کې بدلون راغلی خو ځنې څيړونکي نظر لري چې د طالبانو ماضي او نظريې ته په کتلو سره داسې نه ښکاري چې د ګاونډي هېوادونو د پاره دوئ دمشکل سبب ونه ګرځي۔