خېبر پښتونخوا کې زیات شوي ترهګریز بریدونه،حالات بیا په کوم لوري ځي؟

څيړونکي وائي په قبايلي ضلعو او دخېبر پښتونخوا نورو برخو کې په نزديو ورځو کې شوي بريدونه د 2006م اؤ اووم په څېر دي چې له هغې وروسته بيا ترهګري سېوا شوه او د ملک ډيرو برخو ته خوره شوه۔

ځايي خلک وايي دوئ د دهشت ګردۍ نوې څپې انديښمن کړي او ويريږي چې بيا د پوځي عملياتو او بې کورۍ پشان حالاتو سره مخ نه شي۔

په تېرو څو ورځو کې پرله پسې په جنوبي وزيرستان، ډيره اسماعيل خان او پېښور کې د پوليو ټيمونو په ساتنه مامور پوليس اهلکار په نخښه کړل شوي چې سر تيري پکې وژل شوي او ژوبل شوې وؤ،

دغسې دې نه وړاندې په شمالي وزيرستان او کرمه ضلع کې هم د بدامنۍ پېښې رامينځ ته شوي چې پکې د امنيتي ځواکونو سرتیري په نخښه شوي وؤ۔

څيړونکی او د پاکستان دپوځ پخوانی افسر (بريګډير)سېد نذير وايي خېبر پښتونخوا کې په امنيتي ځواکونو د بريدونو نوې لړۍ پېل شوې ده چې نزدې تعلق يي په افغانستان کې د روانو بدليدونکو حالاتو سره دی،

وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل چې څومره افغانستان کې طالبان قوي کيږي همدومره به په پاکستان کې هم د وسله والو بريدونه سېوا کيږي۔

سيد نذير وويل په خېبر پښتونخوا کې موجوده بريدونه او هدفي وژنې د کال دوه زره شپږم او اووم په څېر دي له کومو وروسته چې بيا د ترهګري لړۍ مخ په زياتيدو شوه۔

په نزدي ورځو کې خیبر پښتونخوا صوبه کې دشوؤ زياتره بريدونو پړه تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخستې ده.

پاکستاني طالبانو تيره مياشت د۲۶ؤ بريدونو کولو دعوه کړې اؤ وزيرستان کې یې دديارلسو،باجوړ کې دپينځوؤ،شمالي وزيرستان کې د درېوؤ، دير کې د دوؤ، پېښور،کرم او مردان کې د يو يو بريد ذمه واري په غاړه اخستې ده۔

د ساوتهـ ايشين ټېررزم نومې ويپ پاڼي دشمېرو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې په تيرو اوو مياشتو کې شپږ شپيته د ترهګرۍ پېښې شوي دي چې پکې يو۱۷۲ تنان وژل شوي دي۔

سياسي فعال ننګيال بيټني وي او ای ډيوه ته وويل عام ولس روانې دبدامنۍ څپې انديښمن کړی دی او دوئ سره ويره ده چې بيا د فوځي عملياتو او کډوالۍ پشان ژوند سره مخ نه شي

څو ورځې وړاندې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي مسيد ويلي وؤ د پاکستان د امنیتي ادارو پرضد جنګيږي او وايي چې د پاکستان قبايلي ضلعې به ونیسي او خپلواکه به يې کړي.

په پاکستان کې د بدامنۍ د تازه پېښو په اړه د پوځ دمطبوعاتو د ادارې ايي ایس پي آر مشر بابر افتخار په (17 جولايي) د پاکستان یو شخصي ټیلیویژن چینل 92 نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ويلي وو "ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې بلې غاړې (افغانستان لوري) ته له روانو حالاتو سره تړلې دي، دا وخت زمونږ د عملیاتو په نتیجه کې په پاکستان کې هیڅ د ترهګرو منظم نیټ ورک نشته"

خو پاکستان کې حکومت مخالفه سیاسي ګوندونه اؤ څېړونکي وایي چې دپښتونخوا قبایلي ضلعو کې یو وارې بیا وسله والې ډلې ځان منظم کوي اؤ په دغو سیمو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ هم چټک شوې ده