افغان طالبانو سپین بولدک پوله د هر ډول تګ راتګ لپاره نن بنده کړه

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان او افغانستان تر منځ د چمن او سپين بولدک پوله يو واﺭ بیا نن بنده کړل شوه. په سپين بولدک افغان سرحدي ولسوالۍ کې واک لرونکو افغان طالبانو پر ټولنیزو ﺭسنیو تېره شپه خپوﺭ کړي پيغام کې پاکستان ته ويلي وو چې تر څو عادي خلکو ته په تذکره او شناختي کاﺭډ د تګ ﺭاتګ اجاﺯه نه وﺭکوي تر هغو به پوله د تجاﺭت او هر ډول تګ ﺭاتګ دپاﺭه بنده وي.