په چمن ښاﺭ کې پرلت والو د چمن مطبوعاتي مرکز، د سوداګرو دفتر، چمن چمبر او دغه ډول د کوټې- چمن او د چمن- سپين بولدک ترمنځ لاﺭې نن په پنځمه وﺭځ هم بندې ساتلې وې پرلت وال پر چمن خبريالانو دغه توﺭ لګوې چې د دوی د پرلت کوﺭيج نه کوي خو خبريالان واي چې دوی کوﺭيج کوي خو قامې ميډيا د دوی خبرې نه خپروي.
په چمن ښاﺭ کې پرلت والو په احتجاج لاس پوﺭې کړی او د کوټې چمن او له افغانستان سره د چمن سپين بولدک لویې لارې يې بندې کړي دي د پرلت وياند وايي چې دوې له نن څخه د چمن پاسپوﺭټ دفتر او بانکونه بندولو حکم یې هم وﺭکړی دی. پر پرلت باندې دﺭې وﺭځې مخکې شوې بريد کې يو ځايي کس ووژل شو او شپز نوﺭ ټپيان شول.
په چمن کې د ال پاﺭټيز تاجر اتحاد پرلت وياند عبدالصادق اڅکزې وايي دوې خپل احتجاج اسلام اباد ته غځوي په چمن کې دغه پرلت د تيرو 196 وﺭځو ﺭاهیسې ﺭوان دې او له حکومت څخه پر چمن دﺭواﺯه د افغانستان سره تګ او ﺭاتګ د پخوا په څير پر شناخت کاﺭډ او افغان تذکره باندې غواړې.
انجمن تاجران پاکستان په راروان اتوار په ټول بلوچستان کې د احتجاجونو اعلان کړی په پاکستان کې د سوداګرو تنظیم (انجمن تاجران پاکستان) د چمن پرلت والو د غوښتنو د نه منل کېدو پرضد په راروان اتوار ورځ په ټول بلوچستان کې د احتجاجونو اعلان کړی. تفصیل د نعمت الله سرحدي په راپور کې.
په بلوچستان کې د ګڼو باﺭانونو له کبله ﺭاغلیو سېلابونو کې په لویه کچه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي او د آفتونو په وخت د انتظام د صوبایي ادارې په وینا په بېلابېلو سیمو کې د مړو شمېر 16 ته ﺭسېدلی دی. تفصیل د نعمت الله سرحدي په رپورټ کې
هندو لزکيو د پاکستان له سختې نا امنۍ سره مخ بلوچستان صوبه کې هم د ﺭنګونو اختر یا هولي ولمانځله. په بلوچستان کې د هندو مذهب مشرانو وويل چې د ﺭوژې مياشتې له وجې دوی دغه مراسم په پراخه کچه ونه لمانځل. نور حال د نعمت الله سرحدي په ﺭپوﺭټ کې:
چارواکو په بلوچستان کې د ګرانۍ د کنټرول لپاره یو شمېر دوکانداران جریمه کړي او ځینې قصابان یې نیولي دي د چارواکو د دغو عملیاتو پرضد په چمن کې قصابانو احتجاج کړی او خپل دوکانونه یې تړلي دي. تفصیل د نعمت الله سرحدي په راپور کې.
په چمن سرحدي ښار کې خلک وايي، د ﺭوژې مياشتې له شروع کيدو سره سم د خوﺭاکې توکو او په خاصه توګه د سبزيانو قميتونه ﺯيات شوي د پاکستان د حکومت معلومات ښکاره کوي چې د فروﺭۍ په مياشته کې د ګرانۍ شرح 23.1 فيصده ته ﺭاښکته شوې وه او مخکې دغه شرح 31.4 فيصده وه. تفصیل د نعمت الله سرحدي په راپور کې.
د پاکستان حکومتي شمېرې ښيي چې په هېواد کې د ګرانۍ کچه د فروﺭۍ په مياشته کې23.1 فيصد ته ﺭاښکته شوې ده تر دې مخکي دغه شرح 31.4 فيصد وه خو عادي خلک وايي چې دغه يواﺯې حکومتي دعوې دي او د ﺭوژې مياشت لا شروع شوي نه ده او د خوراکې توکو بیې دوه چنده ﺯياتې شوې دي تفصیل د نعمت الله سرحدي په راپور کې.
د چمن پرلت ویاند وايي، د نوي حکومت له راتلو سره مو د چمن لاره د سوداګرۍ لپاره پرانیستې ده د پرلت مشران وايي، که چيرې نوی حکومت د دوی غوښتنې و نه منلې نو دوی به دغه لاره بیا بندوي.
نور کتل